34 يونتن د مريب بعل پلار وو، چې هغه د ميکاه پلار وو.
د ساؤل بل اولاد د يونتن زوئ مفيبوست په پښو شل وو، هغه د پينځو کالو وو چې ساؤل او يونتن قتل شو. کله چې د يزرعيل ښار نه د هغوئ د مرګ خبر راورسېدو، نو د هغۀ دايڼې هغه واخستلو او وتښتېدله، خو هغه دومره په تېزۍ کښې وه چې هغه يې وغورزولو او هغه شل شو.
تۀ، ستا زامن او ستا نوکران به د ساؤل د خاندان زمکه کَرى او فصل به يې راوړى چې هغوئ ته خوراک ملاويږى. خو مفيبوست به همېشه زما په دسترخوان باندې مېلمه وى.“ د ضيبا پينځلس زامن او شل نوکران وُو.
د مفيبوست يو زلمے زوئ وو چې نوم يې ميکا وو. د ضيبا د خاندان مکمل کسان د مفيبوست نوکران شول.
کله چې د ساؤل نمسے او د يونتن زوئ مفيبوست راورسېدو، هغه داؤد ته د عزت نه ټيټ شو. داؤد وفرمائيل، ”مفيبوسته.“ او هغۀ ورته ووئيل، ”ستا خِدمتګار حاضر يم.“
نير د قيس پلار وو او قيس د ساؤل بادشاه پلار وو. د ساؤل څلور زامن وو: يونتن، مُلکىشوَع، ابينداب او اشبعل.
د ميکاه څلور زامن وُو: فيتون، مُلک، تاريع او احاز.
يونتن د مريب بعل پلار وو، چې هغه د ميکاه پلار وو.