33 نير د قيس پلار وو او قيس د ساؤل بادشاه پلار وو. د ساؤل څلور زامن وو: يونتن، مُلکىشوَع، ابينداب او اشبعل.
خو د ساؤل د لښکر مشر د نير زوئ ابنير د ساؤل د زوئ اشبوست سره تښتېدلے وو او محنايم ته د اُردن نه پورې وتے وو.
نو داؤد حُکم وکړو او د هغۀ فوجيانو ريکاب او بعنه ووژل او د هغوئ لاسونه او پښې يې پرې کړې، هغوئ دا په حبرون کښې د تالاب سره نزدې راځوړند کړل. هغوئ د اشبوست سر واخستلو او هلته په حبرون کښې يې د ابنير په قبر کښې ښخ کړو.
او مِقلوت چې د سِمعا پلار وو. د هغوئ اولاد په يروشلم کښې د خپلې قبيلې د نورو کورَنو سره نزدې اوسېدل.
يونتن د مريب بعل پلار وو، چې هغه د ميکاه پلار وو.
بيا هغوئ يو بادشاه وغوښتو، او خُدائ پاک هغوئ له د قيس زوئ ساؤل ورکړو، چې د بنيامين د قبيلې نه وو. او هغۀ تر څلوېښتو کالو پورې حکومت وکړو.
خو فلستيان ساؤل ته نزدې ورورسېدل او د ساؤل درې زامن يې ووژل، يونتن، ابينداب او مُلکىشوَع.
د بنيامين د قبيلې يو مالدار او تکړه سړے وو چې نوم يې قيس وو، هغه د ابىاېل زوئ او صرور نمسے وو او د بکورت د خاندان وو، چې د افيخ د قبيلې يوه برخه ده.
د ساؤل په نامه د هغۀ يو زوئ وو چې يو ښائسته زلمے وو. ساؤل په بنى اِسرائيلو کښې د ټولو نه ښائسته سړے وو او داسې د ټولو نه زيات لوړ هم وو.