Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




اول تواريخ 8:28 - Pakistani Yousafzai Pashto

28 دا د خپلو ډلو اولنى مشران وُو، د هغوئ نومونه په نسب‌نامه کښې ليکلے شوى وُو او هغوئ ټول په يروشلم کښې اوسېدل.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




اول تواريخ 8:28
11 Iomraidhean Croise  

يعرسياه، الياس او زِکرى.


يعى‌ايل د جبعون ښار جوړ کړو او هلته اوسېدو. د هغۀ د ښځې نوم معکه وو،


او مِقلوت چې د سِمعا پلار وو. د هغوئ اولاد په يروشلم کښې د خپلې قبيلې د نورو کورَنو سره نزدې اوسېدل.


د يهوداه، بنيامين، اِفرائيم او منسى قبيلو خلق يروشلم ته د اوسېدو دپاره لاړل.


دا ټول کسان د هغوئ د پلار نيکۀ د نسب‌نامې په مطابق د ليويانو د خاندان مشران وُو. هغوئ د يروشلم د اوسېدونکو خلقو مشران وُو.


د بنيامين قبيلې دا کسان لاړل او په يروشلم کښې اوسېدل: د مسلام زوئ سلو، چې مسلام د هُوداوياه زوئ وو، هُوداوياه د هسينوآه زوئ وو، او ورسره د يروحام زوئ اِبنياه وو، ايله چې د عُزى زوئ او د ميکرى نمسے وو، د سفطياه زوئ مسلام، سفطياه د رعواېل زوئ وو او رعواېل د اِبنياه زوئ وو.


مشران په يروشلم کښې دېره شول او باقى خلقو پچه واچوله چې د هر لسم خاندان نه يو خاندان خوښ کړى چې لاړ شى او د يروشلم په مقدس ښار کښې اوسيږى، خو هغه نور په خپلو ښارونو کښې اوسېدل.


خو د يهوداه خلق د دې قابل نۀ وُو چې هغه يبوسيان وشړى کوم يبوسيان چې په يروشلم کښې اوسېدل. يبوسيان تر اوسه پورې هلته د يهوداه د خلقو سره اوسيږى.


ضِلع، الف، يبوس يعنې يروشلم، جبعه او قِريَت‌يعريم وُو، دا ټول څوارلس ښارونه وُو چې ګېرچاپېره ترې نه کلى هم وُو. دا هغه مُلک دے کوم چې د بنيامين قبيلې کورَنو ته مِلاو شو چې د هغوئ ميراث شى.


خو د بنيامين د قبيلې خلقو هغه يبوسيان ونۀ شړلے شول چې په يروشلم کښې اوسېدل او هم د هغه وخت نه يبوسيان هلته د بنيامين د خلقو سره اوسيږى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan