12 د الفعل درې زامن وُو: عِبر، مِشعام او سامد. دا سامد وو چې هغۀ د اونو او لد ښارونه او ګېرچاپېره کلى جوړ کړل.
د هغۀ د حشيم نه هم دوه زامن پېدا شول: ابىطوب او الفعل.
بريعاه او سمع د هغه ډلو مشران وُو چې د ايالون په ښار کښې اوسېدې او هغه خلق يې وشړل چې د جات په ښار کښې اوسېدل.
لد، اونو او په هغه وادۍ کښې چې چرته کاريګر اوسېدل.
نو سنبلط او جشم ما له يو پېغام راولېږلو، دا مشوره يې راکوله چې د اونو په مېدان کښې په يو کلى کښې زۀ د هغوئ سره مِلاو شم. خو ما ته پته ولګېده چې دا ما ته د هغوئ د نقصان رسولو يوه منصوبه وه.
پطروس په ټول مُلک کښې ځائ په ځائ ګرځېدو او هغه د مقدسينو د ليدو دپاره د لدې کلى ته هم لاړو.
هغه خلق چې په لده او شارون کښې اوسېدل هغوئ هغه وليدو او په مالِک يې ايمان راوړو.