8 د بکر نهۀ زامن وُو: زميره، يوآس، اِلىعزر، اليوعينى، عُمرى، يريموت، ابياه، عنتوت او علمت.
د بنيامين زامن، بالع، بکر، اشبيل، جيرا، نعمان، احى، رَوس، مفيم، حُفيم او ارد وُو.
د بالع پينځۀ زامن وُو: اصبان، عُزى، عُزىاېل، يريموت او عيرى. د هغوئ په ډله کښې د قبيلو مشران او تکړه فوجيان وُو. د هغوئ په اولاد کښې دوويشت زره او څلور دېرش سړى شامل وُو چې د فوجى کار کولو قابل وُو.
د هغوئ په نسبنامه کښې شل زره او دوه سوه د قبيلو مشرانو او تکړه فوجيانو نومونه ليکلى شوى وُو.