3 د عُزى يو زوئ اِزراخياه وو. اِزراخياه او د هغۀ څلور زامن، ميکائيل، عبدياه، يوايل او يسياه ټول د ډلو مشران وُو.
د قُهات د څلورم زوئ عُزىاېل دوه زامن ميکاه او يسياه وُو.
دا کسان د خپلو ډلو مشران وُو: عِفر، يسعى، اِلىايل، عزرائيل، يرمياه، هُوداوياه او يحدِاېل. هغوئ ټول ښۀ تکړه فوجيان او د خپلو ډلو مشهور مشران وُو.
د هغوئ دومره ډېرې ښځې او بچى وُو چې د هغوئ اولاد د دې جوګه وو چې فوجى خِدمت له يې شپږ دېرش زره سړى ورکړل.