Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




اول تواريخ 7:29 - Pakistani Yousafzai Pashto

29 د منسى اولاد د بيت‌شان، تعنک، مِجدو او دور او د دې نه ګېرچاپېره ښارونه ونيول. دا ټول هغه ځايونه دى چرته چې د يعقوب د زوئ يوسف اولاد اوسېدو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




اول تواريخ 7:29
12 Iomraidhean Croise  

د اخيلود زوئ بعنه، د تعنک او مِجدو د ښارونو او بيت‌شان ته نزدې د ټولې علاقې، ضرتان ښار ته نزدې، د يزرعيل ښار جنوبى برخه او د ابيل‌محوله او يقمعام ښار پورې،


سليمان بادشاه په مزدورانو باندې د مالِک خُدائ کور، محل، په غرۀ باندې پټى او د يروشلم دېوال جوړ کړو. په هغوئ يې د حصور، مِجدو او جزر ښارونه هم بيا جوړ کړل.


چې کله يوسياه بادشاه وو، نو د مِصر بادشاه نِکوه فِرعون د فرات سيند له يو لښکر بوتلو چې د اسور بادشاه مدد وکړى. يوسياه بادشاه په مِجدو کښې د مِصرى لښکر سره مخامخ شو او په جنګ کښې ووژلے شو.


اخزياه خبر شو چې څۀ شوى وُو، نو هغه په خپله جنګى ګاډۍ کښې د بيت‌هګان ښار طرف ته وتښتېدو او ياهُو ورپسې وو. ياهُو خپلو سړو له حُکم ورکړو، ”دے هم ووژنئ.“ او چې کله هغۀ د ابليعام ښار سره نزدې جور ته خپله جنګى ګاډۍ روانه کړې وه نو هغه يې زخمى کړو، خو تر هغې پورې روان وو چې د مِجدو ښار ته ورسېدو او هلته مړ شو.


خو خُدائ پاک چې د نِکوه فِرعون په ذريعه څۀ وفرمائيل نو يوسياه هغې ته غوږ نۀ کېښودو، نو هغۀ خپل شکل بدل کړو او د مِجدو په مېدان کښې د جنګ دپاره لاړو.


په هغه ورځ به په يروشلم کښې لوئ وير وى، داسې لکه د هددرمون وير چې د مِجدو په مېدان کښې وو.


نو هغوئ بادشاهان هغه ځائ ته راجمع کړل چې په عبرانۍ کښې ورته ارمِګدون وائى.


په تعنک کښې، د مِجدو نِهر سره، بادشاهان راغلل او هغوئ جنګ وکړو، د کنعان بادشاهانو جنګ وکړو، خو هغوئ سپين زر لوټ نۀ کړل.


بيا هغوئ د هغۀ وسلې د عستارات په بُت‌خانه واچولې او هغوئ د هغۀ لاش د بيت‌شان ښار په دېوال پورې په مېخونو ټک وهلو.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan