24 د اِفرائيم يوه لور وه چې نوم يې سيراه وو. هغې د بره او ښکته بيتحورون او عُزن سيراه ښارونه جوړ کړل.
سليمان د جزر ښار او لاندينے بيتحورون هم بيا جوړ کړو،
هغه د خپلې ښځې سره بيا څملاستو او هغه اُميدواره شوه او يو زوئ يې پېدا شو. هغۀ ورباندې بريعاه نوم کېښودو، دا د هغه مصيبت په وجه چې د هغوئ په خاندان باندې راغلے وو.
د اِفرائيم يو بل زوئ هم وو چې نوم يې رفح وو، چې د هغۀ اولاد دا دے: رسف، تلاح، تحن،
سليمان دا ښارونه هم بيا جوړ کړل، پاسنے بيتحورون او لاندينے بيتحورون چې دا د پَخو دېوالونو ښارونه وُو چې مضبوطې دروازې يې لرلې،
مالِک خُدائ اموريان د بنى اِسرائيلو په وړاندې په وارخطايۍ آخته کړل. بنى اِسرائيلو په جبعون کښې د هغوئ قتلِ عام وکړو او د هغه سړک پورې ورپسې وُو چې بره بيتحورون ته تلے دے او په جنوب کښې د عزيقه او مقيده پورې يې ورباندې حملې کولې.
بيا دا د لاندينى بيتحورون پورې، نمرپرېواتۀ طرف ته د يفليطيانو علاقې ته تلے وو. دا د هغه ځائ نه جزر ته تلے وو او د مديترانى په سمندر باندې ختم وو.
دا د اِفرائيم د قبيلې د کورَنو علاقه وه، د هغوئ سرحد نمرخاتۀ طرف ته د عطارات ادار نه پاسنى بيتحورون ته تلے وو.