23 هغه د خپلې ښځې سره بيا څملاستو او هغه اُميدواره شوه او يو زوئ يې پېدا شو. هغۀ ورباندې بريعاه نوم کېښودو، دا د هغه مصيبت په وجه چې د هغوئ په خاندان باندې راغلے وو.
نو داسې به خُدائ پاک زما اولاد له برکت ورکړى، ځکه چې هغۀ زما سره د تل دپاره لوظ کړے دے، يو داسې لوظ چې هغه به نۀ ماتيږى، يوه وعده چې نۀ به بدليږى. زما بلکل هم دغه خواهش دے، دا به زما خلاصون وى، او بېشکه خُدائ پاک به داسې وکړى.
د هغوئ پلار اِفرائيم تر ډېرو ورځو پورې په هغوئ پسې غمژن وو او د هغۀ خپلوان تسلۍ ورکولو له ورله راتلل.
د اِفرائيم يوه لور وه چې نوم يې سيراه وو. هغې د بره او ښکته بيتحورون او عُزن سيراه ښارونه جوړ کړل.