Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




اول تواريخ 7:22 - Pakistani Yousafzai Pashto

22 د هغوئ پلار اِفرائيم تر ډېرو ورځو پورې په هغوئ پسې غمژن وو او د هغۀ خپلوان تسلۍ ورکولو له ورله راتلل.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




اول تواريخ 7:22
6 Iomraidhean Croise  

يعقوب د خفګان نه خپلې جامې وشلولې او د ټاټ جامې يې واغوستلې. د زوئ په غم کښې هغه ډېرې ورځې غمژن وو.


ټول زامن او لوڼه تسلۍ ورکولو له ورله راغلل، خو په هغۀ دې تسلۍ اثر ونۀ کړو او وې فرمائيل، ”زۀ به د خپل زوئ په غم کښې تر مرګه پورې ژاړم.“ نو هغه د خپل زوئ يوسف په غم کښې غمژن وو.


زاباد او سوتلح. د اِفرائيم دوه نور زامن ايصر او اِليعد څوک چې په هغه وخت کښې ووژلے شول چې کله هغوئ د جات د خلقو د څاروو پټولو کوشش کولو.


هغه د خپلې ښځې سره بيا څملاستو او هغه اُميدواره شوه او يو زوئ يې پېدا شو. هغۀ ورباندې بريعاه نوم کېښودو، دا د هغه مصيبت په وجه چې د هغوئ په خاندان باندې راغلے وو.


نو چې کله د ايُوب درې ملګرى د هغه ټولو مصيبتونو نه خبر شول کوم چې په ايُوب باندې راغلى وُو، نو هغوئ هر يو د خپل خپل کور نه روان شول هغوئ په يو ځائ ايُوب له ورغلل چې د تسلۍ خبرې ورته وکړى. د هغوئ نومونه دا دى، اليفز تيمانى، بِلداد شوحى، او ضوفر نعماتى.


او ډېر يهوديان مرتا او مريمې ته د هغوئ د ورور غمرازۍ له راغلى وُو.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan