21 زاباد او سوتلح. د اِفرائيم دوه نور زامن ايصر او اِليعد څوک چې په هغه وخت کښې ووژلے شول چې کله هغوئ د جات د خلقو د څاروو پټولو کوشش کولو.
دا نسل په نسل د اِفرائيم اولاد دے: سوتلح، بيرِد، تحت، اِليعده، تحت،
د هغوئ پلار اِفرائيم تر ډېرو ورځو پورې په هغوئ پسې غمژن وو او د هغۀ خپلوان تسلۍ ورکولو له ورله راتلل.
”مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى چې، فلستيانو د يهوداه نه بېرحمه بدله واخسته، او هغوئ د خپل زړۀ پخوانۍ کينه او دشمنى ورسره ښکاره کړه.
او ډېر يهوديان مرتا او مريمې ته د هغوئ د ورور غمرازۍ له راغلى وُو.
نو هغوئ د لوظ صندوق يو بل فلستى ښار عقرون ته ولېږلو، خو چې هغه هلته ورسېدو، نو خلقو چغې کړې او وې وئيل، ”هغوئ د بنى اِسرائيلو د خُدائ پاک د لوظ صندوق دلته راوړو، د دې دپاره چې مونږ ټول ووژنى.“
نو هغوئ پېغام وړُونکى ولېږل او فلستى پينځۀ واړه بادشاهان يې راغونډ کړل او تپوس يې ترې نه وکړو، ”د بنى اِسرائيلو د خُدائ پاک د لوظ صندوق سره مو څۀ چل وکړُو؟“ هغوئ ورته په جواب کښې ووئيل، ”دا جات ته يوسئ.“ نو هغوئ دا د فلستى بل ښار جات ته يوړو.