14 د منسى د آرامى وينځې نه دوه زامن اسرىاېل او مکير وُو. مکير د جِلعاد پلار وو.
اِسحاق د څلوېښتو کالو وو چې کله هغۀ د رِبقې، د بتواېل لور، د لابن خور سره وادۀ وکړو. دوئ د مسوپتاميه آرامى وُو.
هغه د اِفرائيم بچى او نمسى ليدلو پورې ژوندے وو. هغۀ د منسى د زوئ مکير بچى هم په خاندان کښې وليدل.
د نفتالى څلور زامن وُو: يحزىايل، جونى، يصر، سلوم. هغوئ د يعقوب د بلې ښځې بِلهاه اولاد وو.
مکير يوه ښځه د حُفيم او يوه ښځه د سفيم دپاره وکړه. د هغۀ د خور نوم معکه وو. د مکير دوېم زوئ صِلافحاد وو او د هغۀ صِرف لوڼه وې.
د يوسف قبيلې، د هغۀ دوه زامن منسى او اِفرائيم وُو.
محلاه، نوعاه، حجلاه، مِلکاه او تِرضاه د صِلافحاد لوڼه وې چې هغه زوئ د حِفر، زوئ د جِلعاد، زوئ د مکير، زوئ د منسى، زوئ د يوسف وو.
په کښې نيم جِلعاد او هم داسې عستارات او ادرعى، په بسن کښې د عوج په بادشاهۍ کښې ښارونه هم شامل وُو. دا ټول د منسى زوئ مکير اولاد نيمو کورَنو له ورکړے شوى وُو.
هغوئ د اِفرائيم نه مېدان ته راغلل، د بنيامين په قبيله او د هغوئ په خلقو پسې. مشران د مکير نه راکوز شول، او آفسران د زبولون نه.