10 د يديعيل يو زوئ بِلهان وو او د بِلهان اووۀ زامن وُو: يعوس، بنيامين، اهُود، کنعانه، زيتان، ترسيس او اخىسحر.
په هغوئ کښې د کنعانه زوئ صدقياه د اوسپنې ښکر جوړ کړل او اخىاب ته يې ووئيل، ”مالِک خُدائ داسې فرمائى، د دې سره به تۀ د شاميانو خِلاف جنګ وکړې او تباه به يې کړې.“
هغوئ د قبيلې مشران او تکړه فوجيان وُو. د هغوئ په اولاد کښې اوولس زره او دوه سوه داسې سړى شامل وو چې کوم د فوجى کار کولو قابل وُو.
د هغوئ په نسبنامه کښې شل زره او دوه سوه د قبيلو مشرانو او تکړه فوجيانو نومونه ليکلى شوى وُو.
د اهُود اولاد نعمان، اخياه او جيرا وو. هغوئ د هغه کورَنو مشران وُو چې په جبعه کښې اوسېدل، خو هغوئ په زور وويستلے شول او په مانحت کښې اوسېدل. جيرا په سفر کښې د هغوئ مشرى کوله. جيرا د عُزا او اخيهود پلار وو.