د ابياتار زوئ يونتن او د صدوق زوئ اخيمعض د عينراجل د چينې سره اِنتظار کولو، چې د يروشلم په بهرنۍ غاړه باندې وه، ځکه چې هغوئ دا جرأت نۀ شو کولے چې ښار ته د ننوتلو په وخت وليدے شى. يوه نوکره ښځه به هر وخت تلله او چې څۀ کېدل نو هغوئ ته به يې ووئيل او بيا به هغوئ تلل او داؤد بادشاه ته به يې وئيل.