71 د جيرسون قبيلې کورَنو ته دا ښارونه، سره د ګېرچاپېره د څرن د زمکو حواله شوى وُو: د نمرخاتۀ منسى په علاقه کښې: په بسن کښې جولان، او عستارات.
د قُهات پاتې اولاد ته د منسى د نيمې قبيلې د علاقې نه د عانير او بلعام ښارونه سره د ګېرچاپېره د څرن د زمکې حواله شوى وُو.
د يساکار په علاقه کښې: قادِس، دبرت،
دا د هغې نه وروستو وُو چې مالِک خُدائ د اموريانو بادشاه سيحون له شکست ورکړے وو، چې هغۀ د حسبون په ښار بادشاهى کوله او د بسن بادشاه عوج، چې هغۀ د عستارات او ادرعى په ښارونو بادشاهى کوله.
د لوړې علاقې په بيابان کښې د بصر ښار، د روبين قبيلې دپاره وو، د جِلعاد په علاقې کښې، د رامات ښار د جاد قبيلې دپاره وو، د بسن په علاقه کښې، جولان د منسى قبيلې دپاره وو.
په کښې نيم جِلعاد او هم داسې عستارات او ادرعى، په بسن کښې د عوج په بادشاهۍ کښې ښارونه هم شامل وُو. دا ټول د منسى زوئ مکير اولاد نيمو کورَنو له ورکړے شوى وُو.
هغوئ د اُردن نمرخاتۀ طرف ته، د يريحو نمرخاتۀ طرف ته د صحرا په اوچت ځائ باندې او د روبين په علاقه کښې بصر خوښ کړو، د جاد په علاقه جِلعاد کښې رامات، د منسى په علاقه کښې او په بسن کښې يې جولان خوښ کړو.
د ليوى قوم يوې بلې قبيلې جيرسون ته د نمرخاتۀ په طرف منسى د علاقې نه دوه ښارونه مِلاو شول يعنې په بسن کښې جولان، چې د پناه يو ښار وو او بعستراه، چې د څرن زمکې ورسره وې.
د جيرسون قبيلې ته د يساکار، آشر، نفتالى او نمرخاتۀ طرف ته منسى د علاقو نه ديارلس ښارونه حواله کړے شول.
او څۀ چې هغۀ د اُردن نمرخاتۀ طرف ته د اموريانو دوو بادشاهانو سره کړى دى يعنې د حسبون بادشاه سيحون او د بسن بادشاه عوج سره چې هغه په عستارات کښې اوسېدو.