68 يُقمام، بيتحورون،
د اخيلود زوئ بعنه، د تعنک او مِجدو د ښارونو او بيتشان ته نزدې د ټولې علاقې، ضرتان ښار ته نزدې، د يزرعيل ښار جنوبى برخه او د ابيلمحوله او يقمعام ښار پورې،
شِکم چې د اِفرائيم په غرونو کښې د پناه ښار دے او ورسره جزر،
ايالون او جات رِمون.
مالِک خُدائ اموريان د بنى اِسرائيلو په وړاندې په وارخطايۍ آخته کړل. بنى اِسرائيلو په جبعون کښې د هغوئ قتلِ عام وکړو او د هغه سړک پورې ورپسې وُو چې بره بيتحورون ته تلے دے او په جنوب کښې د عزيقه او مقيده پورې يې ورباندې حملې کولې.
په کوم وخت کښې چې اموريان د بنى اِسرائيلو نه لاندې درې ته تښتېدل، نو مالِک خُدائ تر عزيقه پورې په هغوئ باندې لويه ږلۍ ووروله. په ږلۍ باندې د هغې نه هم زيات مړۀ شول چې څومره بنى اِسرائيلو وژلى وُو.
دا د اِفرائيم د قبيلې د کورَنو علاقه وه، د هغوئ سرحد نمرخاتۀ طرف ته د عطارات ادار نه پاسنى بيتحورون ته تلے وو.
قِبضيم او د بيتحورون ښارونه، چې د څرن زمکې د دې سره وې.
بله ډله بيتحورون طرف ته لاړه او هغه بله يوه د حد پولې ته لاړه چې د کوم ځائ نه د صبوئيم وادى او بيابان ښکارېدو.