66 د قُهات قبيلې څۀ کورَنو ته د اِفرائيم په علاقه کښې ښارونه او د څرن زمکې حواله شوې وې:
نمرپريواتۀ طرف ته د منسى په علاقه کښې لس ښارونه د پچې په ذريعه د قُهات پاتې قبيلې ته خاندان په خاندان حواله شوى وُو.
شِکم چې د اِفرائيم په غرونو کښې د پناه ښار دے او ورسره جزر،
د لوړې علاقې په بيابان کښې د بصر ښار، د روبين قبيلې دپاره وو، د جِلعاد په علاقې کښې، د رامات ښار د جاد قبيلې دپاره وو، د بسن په علاقه کښې، جولان د منسى قبيلې دپاره وو.