63 هم دغه شان، د روبين، جاد او زبولون په علاقو کښې دولس ښارونه د مرارى قبيلې ته خاندان په خاندان حواله شوى وُو.
ليوى او د هغۀ زامن، جيرسون، قُهات او مرارى.
د جيرسون قبيلې ته کورَنو په مطابق ديارلس ښارونه د يساکار، آشر، نفتالى او نمرخاتۀ طرف ته په بسن کښې د منسى په علاقو کښې حواله شوى وُو.
د لوړې علاقې په بيابان کښې د بصر ښار، د روبين قبيلې دپاره وو، د جِلعاد په علاقې کښې، د رامات ښار د جاد قبيلې دپاره وو، د بسن په علاقه کښې، جولان د منسى قبيلې دپاره وو.
د مرارى قبيلې کورَنو ته د روبين، جاد او زبولون علاقو نه دولس ښارونه حواله کړے شول.