Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




اول تواريخ 6:60 - Pakistani Yousafzai Pashto

60 د بنيامين په علاقه کښې هغوئ ته دا ښارونه سره د څرن د زمکې حواله شوى وُو: جبعه، علمت او عنتوت. دا ټول ديارلس ښارونه وُو چې د هغوئ مکمل خاندان په کښې اوسېدل.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




اول تواريخ 6:60
12 Iomraidhean Croise  

بيا سليمان ابياتار اِمام ته وفرمائيل، ”تۀ په عنتوت کښې خپل مُلک ته لاړ شه. تۀ د مرګ حقدار يې، خو زۀ به تا اوس نۀ وژنم، ځکه چې تۀ کله زما د پلار داؤد سره وې نو د مالِک خُدائ د لوظ صندوق ذمه وار وې او تۀ د هغۀ سره په ټولو تکليفونو کښې شريک وې.“


نمرپريواتۀ طرف ته د منسى په علاقه کښې لس ښارونه د پچې په ذريعه د قُهات پاتې قبيلې ته خاندان په خاندان حواله شوى وُو.


د اهُود اولاد نعمان، اخياه او جيرا وو. هغوئ د هغه کورَنو مشران وُو چې په جبعه کښې اوسېدل، خو هغوئ په زور وويستلے شول او په مانحت کښې اوسېدل. جيرا په سفر کښې د هغوئ مشرى کوله. جيرا د عُزا او اخيهود پلار وو.


او د بيت‌جِلجال، جبعه او عزماوت نه راغلل.


د جليم خلقو چغې ووهئ. د ليس خلقو غوږ ونيسئ. او د عنتوت خلقو جواب راکړئ.


په دې کِتاب کښې د خِلقياه د زوئ يرمياه پېغامونه دى ‎څوک چې د بنيامين په علاقه کښې د عنتوت په ښار کښې د اِمامانو نه يو اِمام وو.


د هغوئ نه به يو هم بچ پاتې نۀ شى ځکه چې زۀ به د عنتوت په خلقو افت رانازل کړم. کله چې د هغوئ د سزا وخت راورسيږى.“


نو يرمياه د دې دپاره د يروشلم د ښار نه د بنيامين قبائيلى علاقې ته په سفر روان شو ترڅو چې هلته کښې د خپلو خپلوانو نه زمکه کښې خپله برخه جائيداد جدا کړى.


کفرالعمونى، عُفنى او جبعه، دا دولس ښارونه وُو چې ګېرچاپېره ترې نه کلى هم وُو.


يونتن په فلستيانو حمله وکړه او په جبعه کښې يې د هغوئ قلعه تباه کړه او ټول فلستيان د دې نه خبر شول. بيا ساؤل پېغام وړُونکى ولېږل چې عبرانيان د جنګ دپاره راوغواړى او په ټول مُلک کښې يې د خبردارى دپاره بيګلې وغږولې.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan