Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




اول تواريخ 6:4 - Pakistani Yousafzai Pashto

4 د اِلى‌عزر اولاد نسل په نسل دا دے: فينحاس، ابيسوع،

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




اول تواريخ 6:4
21 Iomraidhean Croise  

د اخيطوب زوئ صدوق او د ابياتار زوئ اخيمُلک اِمامان وُو، شراياه د عدالت منشى وو،


د مرارى دوه زامن محلى او موشى وُو. د محلى هم دوه زامن اِلى‌عزر او قيس وو،


د مرارى اولاد، محلى، موشى او يعزياه.


د عُمرام دوه زامن هارون او موسىٰ وُو او يوه يې لور مريم وه. د هارون څلور زامن وُو: ندب، ابيهُو، اِلى‌عزر او اِتمر.


دا د هارون اولاد دے: اِلى‌عزر، فينحاس، ابيسوع،


د اِلى‌عزر زوئ فينحاس، په يو وخت کښې د هغوئ مشرى کړې وه او مالِک خُدائ د هغۀ مل وو.


د خُدائ پاک په فضل سره هغوئ مونږ له يو تکړه سړے سربياه راولېږلو، چې دے د محلى د قبيلې ليوے وو او اتلس زامن او وروڼه د هغۀ سره راغلل.


د فينحاس د قبيلې جيرسوم، د اِتمر د قبيلې دانيال، د داؤد د قبيلې د سکانياه زوئ حطوش، د پرعوس د قبيلې زکرياه، چې د خپلې قبيلې يو نيم سل سړى ورسره وُو. د هغوئ د پلار نيکۀ نسب‌نامه موجود وه. د پخت موآب د قبيلې د زرخياه زوئ اليهوعينى، چې دوه سوه سړى ورسره وُو، د زتُو د قبيلې، د يحزى‌ايل زوئ سکانياه چې درې سوه سړى ورسره وُو، د عدين د قبيلې د يونتن زوئ عبيد، چې پنځوس سړى ورسره وُو، د عيلام د قبيلې د عتلياه زوئ يشعياه، چې اويا سړى ورسره وُو، د سفطياه د قبيلې د ميکائيل زوئ زبدياه، چې اتيا سړى ورسره وُو، د يوآب د قبيلې د يحى‌ايل زوئ عبدياه، چې دوه سوه او اتلس سړى ورسره وُو، د بانى د قبيلې د يوسفياه زوئ سلوميت، چې يو سل او شپېتۀ سړى ورسره وُو، د ببى د قبيلې د ببى زوئ زکرياه، چې اتۀويشت سړى ورسره وُو، د عزجاد د قبيلې د حقاطان زوئ يوحانان، چې يو سل او لس سړى ورسره وُو، د ادونِقام د قبيلې اليفلط، يعى‌ايل او سمعياه، چې شپېتۀ سړى ورسره وُو، هغوئ په وروستو وخت کښې راواپس شول، د بِګوئ د قبيلې عوتى او زکور، چې اويا سړى ورسره وُو.


د هارون زوئ، اِلى‌عزر، د فوطئيل د لوڼو نه يوه لور وادۀ کړه، چې د هغې نه يې فينحاس پېدا شو. دا د ليوى قبيلې د قومونو او کورَنو مشران وُو.


هغه او د هغۀ اولاد به د همېشه دپاره اِمامان مقررولے شى، ځکه چې هغۀ په ما باندې غېرت وکړو او د بنى اِسرائيلو د ګناه کفاره يې ادا کړه.“


موسىٰ هغوئ د اِلى‌عزر اِمام زوئ فينحاس د مشرۍ لاندې جنګ له ولېږل، هغۀ د مقدسو سامانونو او د بيګلو ذمه وارى واخستله چې د اِشارو دپاره غږولے شول.


يشوَع د يفُنه زوئ کالب دپاره برکت وغوښتلو او د حبرون ښار يې ورکړو چې د هغۀ خپل شى.


د حبرون ښار مخکښې د قِريَت‌اربع په نوم يادېدو، ځکه چې اربع د ټولو نه لوئ عناقے وو. نو بيا په هغه مُلک کښې جنګونه ختم شول او امن و امان شو.


نو بنى اِسرائيلو د اِلى‌عزر اِمام زوئ فينحاس د جِلعاد په مُلک کښې د روبين، جاد او د نمرخاتۀ طرف منسى قبيلې خلقو له ولېږلو.


د هارون زوئ اِلى‌عزر مړ شو او په جبعه کښې ښخ شو، دا هغه ښار وو چې د اِفرائيم د غرونو په مُلک کښې وو او چې د هغۀ زوئ فينحاس له ورکړے شوے وو.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan