39 آسف د دوېمو موسيقارانو مشر وو. د ليوى نه پس د هغۀ نسبنامه داسې ده: آسف، برکياه، سِمعا،
هم په هغه ورځ داؤد آسف او د هغۀ ليويانو له د مالِک خُدائ د ثناء صِفت کولو ذمه وارى ورکړه.
داؤد بادشاه او د ليويانو مشرانو د ليويانو دا قبيلې خوښې کړې چې د خُدائ پاک پېغام بيانوى، آسف، هيمان او يدوتون. دې سړو به د بينجو، ربابونو او چمټو د موسيقۍ سره پېشګوئې ورکوله. دا د هغه کسانو نومونه دى کوم چې د عبادت د مشرۍ دپاره خوښ کړے شوى وُو، چې هرې قبيلې به هم هغه قِسم خِدمت کولو:
د آسف څلورو زامنو زکور، يوسف، نتنياه او اسرىلاه، د آسف د مشرۍ لاندې کار کولو. چې کله هم بادشاه حُکم کولو نو آسف به د خُدائ پاک پېغام بيانولو.
دا هغه ډلې دى چا چې د مالِک خُدائ د کور د څوکيدارانو په توګه خِدمت کولو. د قورح د ډلې د قورى زوئ مسلمياه چې د آسف د خاندان وو،
اِضهار، قُهات، ليوى او يعقوب.
ميکائيل، بعسياه، مُلکياه،
بيا د مالِک خُدائ روح په يو ليوى نازل شو کوم چې په ګڼه کښې موجود وو. د هغۀ نوم يحزىايل وو چې د زکرياه زوئ وو، هغه د آسف د قبيلې يو کس وو او د متنياه، يعىايل او بناياه په ذريعه د آسف د اولاد نه وو.
بادشاه د قوم مشرانو ليويانو ته وفرمائيل چې د مالِک خُدائ د ثناء صِفت هغه سندرې ووايئ کومې چې د داؤد او د آسف پېغمبر په ذريعه ليکلے شوې وې. نو هر يو د لوئې خوشحالۍ سره او سندرې ووئيلې هغوئ د خُدائ پاک په وړاندې په زنګنونو او ټيټ شول او د هغۀ عبادت يې وکړو.
د ليوى قبيلې د آسف د قبيلې دا موسيقاران په هغه ځايونو کښې وُو کوم چې هغوئ ته د داؤد د اصُولو په مطابق حواله شوى وُو، آسف، هيمان او د بادشاه پېغمبر يدوتون. د مالِک خُدائ د کور د دروازو څوکيدارانو ته د خپلو ځايونو نه د تلو ضرورت نۀ وو، ځکه چې نورو ليويانو د هغوئ دپاره د فسحې اختر تيار کړے وو.
کله چې ګِلکارانو د مالِک خُدائ د کور بنياد کېښودل شروع کړل، نو اِمامان په خپلو ځايونو باندې ولاړ وُو، چُوغې يې اغوستې وې او بيګل د هغوئ په لاسونو کښې وُو او د آسف د قبېلې ليويان د چمټو سره هلته ولاړ وُو. هغوئ د مالِک خُدائ ثناء صِفت د هغه اصُولو په مطابق کولو کوم اصُول چې داؤد بادشاه ښودلى وُو.
د زبدى نمسے او د ميکا زوئ متنياه چې د آسف د اولاد نه وو. هغۀ د خُدائ پاک په کور کښې د عبادت په وخت کښې د حمدوثناء رهنمائى کوله. او بقبوقياه په متنياه پسې دوېم سړے وو. د جلال نمسے او د سموع زوئ عبدا د يدوتون د اولاد نه وو.
د ليويانو هغه مشر چې په يروشلم کښې اوسېدو هغه د حسبياه نمسے او د بانى زوئ عُزى وو. د هغۀ په پلارانو نيکونو کښې متنياه او ميکا شامل وُو او هغه د آسف د قبيلې نه وو. دا هغه ډله وه چې د دې کسان د خُدائ پاک په کور کښې د موسيقۍ ذمه وار وُو.
ډېر وخت مخکښې د داؤد بادشاه او آسف موسيقار د وخت، موسيقارانو د خُدائ پاک د ثناء صِفت کولو او د شُکر ګزارۍ مشرى کړې وه.
قادر مطلق خُدائ، مالِک خُدائ د زمکې خلقو ته حُکم وکړو، او د مشرق نه تر مغرب پورې د زمکې خلق يې راوغوښتل.
خُدائ پاک بېشکه د بنى اِسرائيلو سره ښۀ دے، او د چا زړونه چې صفا وى د هغوئ سره ښۀ دے.
اے خُدايه پاکه، ولې، تا مونږ د تل دپاره رد کړى يُو څۀ؟ ولې ستا غصه به د خپلې رمې په ګډو باندې وى څۀ؟
مونږ پاکه خُدايه ستا شُکر کوُو، مونږ شُکر کوُو چې ستا نوم نزدې دے، او خلق ستا د عجيبه کارونو په حقله خبرې کوى.
خُدائ پاک په يهوداه کښې مشهور دے، د هغۀ په بنى اِسرائيلو کښې لوئ نوم دے.
ما د مدد دپاره خُدائ پاک ته ژړا وکړه، ما ژړا وکړه خُدائ پاک ته چې زما واوره.
اے زما خلقو زما تعليم ته غوږ ونيسئ، زما د خولې خبرو ته غوږ ونيسئ.
اے پاکه خُدايه غېر قومونو ستا مُلک قبضه کړے دے، هغوئ ستا د مقدس کور بېحرمتى وکړه او هغوئ يروشلم په کنډرو بدل کړے دے.
اے د بنى اِسرائيلو شپونکيه، زمونږ سوال زارى واوره، تا چا چې د يوسف لکه د رمې هسې لارښودنه وکړه، تۀ چې اے خُدايه پاکه پاس په تخت د وزرو والا مخلوق مينځ کښې ناست يې خپل جلال راښکاره کړه
خُدائ پاک ته د خوشحالۍ حمدونه ووايئ څوک چې زمونږ زور دے، د يعقوب پاک خُدائ ته سندرې ووايئ
خُدائ پاک په خپل آسمانى دربار کښې ولاړ دے، او د نورو معبودانو په مينځ کښې عدالت کوى،
پاکه خُدايه چپ مۀ پاتې کېږه، پاکه خُدايه مۀ غلے کېږه مۀ چپ کېږه.
وړومبى ښارونه د ليوى خاندان د قُهات قبيلو ته حواله کړے شول. هغه خاندان کوم چې د هارون اِمام اولاد وُو هغوئ ته د يهوداه، شمعون او بنيامين د علاقو نه ديارلس ښارونه حواله کړے شول.
دا د هغه ښارونو نومونه دى کوم چې د يهوداه او شمعون د علاقو نه ورکړے شوى وُو،