Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




اول تواريخ 6:33 - Pakistani Yousafzai Pashto

33 چا چې د خپلو زامنو سره خِدمت کولو د هغوئ نسب‌نامه داسې ده: د قُهات ډله: هيمان چې د اولنو موسيقارانو مشر وو، هغه د يوايل زوئ وو. شا ته د هغۀ نسب‌نامه داسې ده: حيمان، يوايل، سموئيل،

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




اول تواريخ 6:33
17 Iomraidhean Croise  

د سندرغاړو د ډلو نه هغوئ دا سړى خوښ کړل چې د زېړو چمټې وغږوى: د يوايل زوئ هيمان، د هغۀ خپلوان، د برکياه زوئ آسف او د مرارى قبيلې د قوساياه زوئ ايتان. د هغوئ د مدد او غږولو دپاره يې دا ليويان خوښ کړل چې د دروند آواز والا بينجو وغږوى: زکرياه، عُزى‌ايل، سميراموت، يحى‌ايل، عُنى، اِلياب، معسياه او بناياه. د سپک آواز والا بينجو غږولو دپاره هغوئ دا ليويان خوښ کړل: متتياه، الفلهُو، مِقنياه، عززياه او د عبادتخانې څوکيداران، عوبيد ادوم او يعى‌ايل.


داؤد بادشاه د بنى اِسرائيلو ټول مشران، ټول اِمامان او ليويان راغونډ کړل.


څلور زره کسان د څوکيدارۍ دپاره او څلور زره کسان د مالِک خُدائ د حمد‌و‌ثناء وئيلو دپاره. هغوئ د موسيقۍ هغه څيزونه استعمالول چې بادشاه د دې دپاره ورکړى وُو.


د سموئيل دوه زامن وُو: يوايل مشر وو او ابياه کشر وو.


هغوئ د مالِک خُدائ د حضور خېمې په وړاندې د موسيقۍ سره عبادت کولو، دا د سليمان د مالِک خُدائ کور د جوړولو نه مخکښې وخت وو. هغوئ دا کارونه د اصُولو په مطابق کول.


القنه، يروحام، اِلى‌ايل، توح،


اے مالِکه خُدايه، زما خلاصونکى پاکه خُدايه، شپه او ورځ ستا په وړاندې ژړا کوم.


”د ليويانو قبيله نزدې راوله او هغوئ د هارون اِمام دپاره خِدمتګاران مقرر کړه.


ليويان د هارون او د هغۀ د زامنو د خِدمت دپاره وقف شوى دى.


يو سړے چې نوم يې القنه وو هغه راما ښار کښې اوسېدو. د هغۀ تعلق د اِفرائيم قبيلې سره وو، او د اِفرائيم د غرونو په مُلک کښې پاتې کېدو. هغه د يروحام زوئ او د اليهُو نمسے وو او هغه د توخُو د خاندان نه وو چې د صُوف د قبيلې يوه برخه وه.


چې حنه اُميدواره شوه او يو زوئ يې پېدا شو نو سموئيل نوم يې ورباندې کېښودو او وې وئيل، ”ما دے د مالِک خُدائ نه غوښتے دے.“


نو زۀ دے مالِک خُدائ ته وقف کوم. تر کومې پورې چې دے ژوندے وى نو د مالِک خُدائ به وى.“ بيا هغوئ هلته د مالِک خُدائ عبادت وکړو.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan