Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




اول تواريخ 6:32 - Pakistani Yousafzai Pashto

32 هغوئ د مالِک خُدائ د حضور خېمې په وړاندې د موسيقۍ سره عبادت کولو، دا د سليمان د مالِک خُدائ کور د جوړولو نه مخکښې وخت وو. هغوئ دا کارونه د اصُولو په مطابق کول.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




اول تواريخ 6:32
20 Iomraidhean Croise  

عزرياه چا چې د مالِک خُدائ په هغه کور کښې خِدمت کولو کوم چې سليمان بادشاه په يروشلم کښې جوړ کړے وو،


دا هغه سړى وُو چې داؤد بادشاه د مالِک خُدائ په کور کښې د سندرو خِدمت دپاره مقرر کړى وُو، دا د هغې نه پس وُو چې د لوظ صندوق هلته يوړلے شو.


چا چې د خپلو زامنو سره خِدمت کولو د هغوئ نسب‌نامه داسې ده: د قُهات ډله: هيمان چې د اولنو موسيقارانو مشر وو، هغه د يوايل زوئ وو. شا ته د هغۀ نسب‌نامه داسې ده: حيمان، يوايل، سموئيل،


د ليويانو څۀ خاندان د مالِک خُدائ د کور د سندرو ذمه وارې وې. د دې کورَنو مشران د مالِک خُدائ د کور په يو څو کوټو کښې اوسېدل او د نورو کارونو کولو نه آزاد وُو، ځکه چې هغوئ به شپه او ورځ کار کولو.


حزقياه بادشاه د اِمامانو او ليويانو تنظيم هم بيا جوړ کړو، چې د هغې لاندې هر يو خپلې خاص ذمه وارۍ لرلې. په دې کښې د سوزېدونکو نذرانو او د سلامتۍ د نذرانو پېش کول، او د مالِک خُدائ د کور په دروازو کښې ثناء صِفت کول او شُکر ادا کول هم شامل وُو.


د ليوى قبيلې د آسف د قبيلې دا موسيقاران په هغه ځايونو کښې وُو کوم چې هغوئ ته د داؤد د اصُولو په مطابق حواله شوى وُو، آسف، هيمان او د بادشاه پېغمبر يدوتون. د مالِک خُدائ د کور د دروازو څوکيدارانو ته د خپلو ځايونو نه د تلو ضرورت نۀ وو، ځکه چې نورو ليويانو د هغوئ دپاره د فسحې اختر تيار کړے وو.


هغوئ په يروشلم کښې د خُدائ پاک د کور د خِدمت دپاره اِمامان او ليويان د هغه اصُولو په مطابق منتخب کړل کوم چې د موسىٰ په کِتاب کښې ليکلے شوى وُو.


نو بيا مونږ دننه دربار ته ننوتو، هلته د شمالى دروازې سره يوه کوټه وه چې دننه دربار طرف ته کولاو وه او د هغې مخ جنوب طرف ته وه. د جنوبى دروازې سره هم دا شان کوټه وه چې د هغې مخ شمال طرف ته وو.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan