3 د عُمرام دوه زامن هارون او موسىٰ وُو او يوه يې لور مريم وه. د هارون څلور زامن وُو: ندب، ابيهُو، اِلىعزر او اِتمر.
د عُزىاېل قبيلې نه عمىنداب، چې د خپلې قبيلې د يو سل او دولسو کسانو مشر وو.
د قُهات څلور زامن وُو، عُمرام، اِضهار، حبرون او عُزىاېل.
د هغۀ مشر زوئ عُمرام د هارون او موسىٰ پلار وو. هارون او د هغۀ اولاد د دې دپاره مخصوص کړے شوى وُو چې د همېشه دپاره د مقدسو څيزونو مشران وى، چې د مالِک خُدائ په عبادت کښې خوشبوئى سوزوى، د هغۀ خِدمت کوى او د مالِک خُدائ په نوم باندې د خلقو دپاره برکت غواړى.
يحت، د سلوميت نه د اِضهار اولاد،
د قُهات څلور زامن وُو: عُمرام، اِضهار، حبرون او عُزىاېل.
د اِلىعزر اولاد نسل په نسل دا دے: فينحاس، ابيسوع،
بيا د هارون خور مريم، کومه چې پېغمبره وه، هغې خپل تمبل راواخستلو، او ټولې ښځې د خپلو تمبلونو سره په ګډېدو په هغې پسې لاړلې.
د ماشوم خور لږه لرې ولاړه وه او کتل يې چې په هغۀ به څۀ کيږى.
بيا د هغۀ خور د فِرعون د لور نه تپوس وکړو، ”زۀ يو عبرانۍ ښځه راوغواړم څۀ چې دې ماشوم له سينه ورکوى؟“
مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل چې، ”ما ته تۀ، هارون، ندب، ابيهُو او د بنى اِسرائيلو اويا مشران بره غر ته راشئ، خو نزدې مۀ راځئ او د لرې نه ما ته سجده وکړئ.
خپل ورور هارون او د هغۀ زامن، ندب، ابيهُو، اِلىعزر او اِتمر ځان له راوله. هغوئ د بنى اِسرائيلو د مينځ نه رابېل کړه، چې د اِمامانو په توګه زما خِدمت کوى.
عُمرام د خپل پلار، خور يوکبد وادۀ کړه، چې د هغې نه يې هارون او موسىٰ پېدا شول. د عُمرام ټول عُمر يو سل اووۀ دېرش کاله وو.
هارون د عمىنداب لور اليسبع وادۀ کړه چې هغه د نحشون خور وه، د هغې نه يې ندب، ابيهُو، اِلىعزر او اِتمر پېدا شول.
نو د هارون زامنو ندب او ابيهُو، هر يو خپل مجمر واخستلو او ژوندى سکارۀ يې په کښې واچول، خوشبوئى يې ورباندې واچوله او دا يې مالِک خُدائ ته پېش کړل. خو دا اور خُدائ پاک ته قبول نۀ وو، ځکه چې مالِک خُدائ هغوئ له د دې د پېش کولو حُکم نۀ وو ورکړے.
موسىٰ هارون او د هغۀ دوه پاتې شوو زامنو، اِلىعزر او اِتمر ته وفرمائيل، ”د غلې هغه نذرانه واخلئ کومه چې مالِک خُدائ ته په اور سوزېدونکې نذرانې نه پاتې شوې ده، پتيره روټۍ د دې سره پخه کړئ او د قربانګاه په خوا کښې يې وخورئ، ځکه چې دا نذرانه ډېره مقدسه ده.
موسىٰ د ګناه نذرانې د چېلى په حقله تپوس وکړو او خبر شو چې هغه خو سوزولے شوے دے. په دې باندې هغه اِلىعزر او اِتمر ته په قهر شو او پوښتنه يې وکړه چې،
ما تاسو د مِصر نه بهر راوويستئ، او ما تاسو د غلامۍ د مُلک نه آزاد کړئ. ما موسىٰ سره د هارون او مريم درولېږل چې ستاسو لارښودنه وکړى.