10 عزرياه چا چې د مالِک خُدائ په هغه کور کښې خِدمت کولو کوم چې سليمان بادشاه په يروشلم کښې جوړ کړے وو،
او دا کسان د هغۀ لوئ آفسران وُو، د صدوق زوئ عزرياه اِمام،
عزرياه، يوحانان،
نو سليمان په يروشلم کښې د مورياه په غر د مالِک خُدائ د کور جوړول شروع کړل، چرته چې مالِک خُدائ د هغۀ پلار داؤد ته راڅرګند شوے وو. د مالِک خُدائ کور د اُرنان يبوسى په درمند جوړ شو، کوم ځائ چې داؤد خوښ کړے وو.
د ننوتلو کوټه د کور د پوره پلنوالى هومره يعنې تقريباً لس ګزه وه او تقريباً شپېتۀ ګزه اوچته وه. د کوټې دننه دېوالونه او چت په سوچه سرو زرو باندې پټ وو.