Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




اول تواريخ 5:8 - Pakistani Yousafzai Pashto

8 او بالع، د عزز زوئ او د سمع نمسے، چې د يوايل د قبيلې وو. دا قبيله په عروعير کښې او د هغه ځائ نه د نبو پورې او د بعل معون په علاقه کښې اوسېده.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




اول تواريخ 5:8
10 Iomraidhean Croise  

دا د يوايل اولاد دے: سمعياه، جوج، سِمعى، ميکاه، رياياه، بعل او بئيره. اسورى بادشاه تغلت فلاسر د روبين قبيلې مشر بئيره ونيولو او د قبيلې سره يې جلاوطن کړو.


د ديبون خلق غر ته ختلى دى چې په خپله عبادتخانه کښې ژړا وکړى. د موآب خلق به د نبو او ميدبا په ښارونو د خفګان نه ژړا کوى، هغوئ د خفګان نه خپل سرونه او ږيرې کلې کړې دى.


د عروعير ښارونه به د همېشه دپاره په کنډرو بدل شى. دا به د ګډو او څاروو دپاره د څرن زمکه وګرځى، چې هيڅ څوک به يې ترې نه نۀ شړى.


نو په دې وجه، زۀ به د موآب سرحدى ښارونه حملې دپاره پرېږدم چې په هغې کښې د بيت‌يسيموت، بعل معون او قِريَتائم ښکلى ښارونه شامل دى.


د جاد قبيلې د ديبون، عطاروت او د عروعير پاخۀ ښارونه بيا جوړ کړل.


نبو، بعل معون، (دا نومونه وروستو بدل کړے شول) او سبماه. هغوئ چې کوم ښارونه بيا جوړ کړل نو نوى نومونه ورباندې کېښودل.


”د موآب په مُلک کښې د عباريم غرونو ته لاړ شه چې د يريحو ښار ته مخامخ دے، د نبو غرۀ ته وخېژه او د کنعان مُلک ته وګوره کوم چې زۀ بنى اِسرائيلو له ورکوم.


بيا موسىٰ د موآب د مېدانونو نه د نبو غرۀ ته وختلو، کوم چې د پِسګه غر سر ته چې يريحو ته مخامخ دے، او هلته مالِک خُدائ هغۀ ته هغه ټول مُلک وښودلو يعنې د دان ښار پورې د جِلعاد علاقه يې ورته وښودله،


يو امورى بادشاه سيحون وو چې هغۀ به په حسبون باندې بادشاهى کوله. د هغۀ په بادشاهۍ کښې نيم جِلعاد شامل وو، د عروعير نه واخله چې د ارنون وادۍ په غاړه وو او د هغه وادۍ په مينځ کښې ښار او هم داسې د يبوق سيند پورې چې دا د عمون سرحد وو،


په دې کښې حسبون او د اوچتې علاقې ټول ښارونه شامل وُو يعنې ديبون، بامات بعل، بيت‌بعل معون،


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan