Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




اول تواريخ 5:26 - Pakistani Yousafzai Pashto

26 نو خُدائ پاک د اسور بادشاه پول ولېږلو چې د هغوئ په مُلک حمله وکړى (چې هغه په تغلت فلاسر باندې هم مشهور وو). هغۀ د روبين، جاد او د منسى نيمه قبيله وويستله او دې ته يې مجبور کړل چې تر نن پورې په خلح، خابور، هارا او د جوزان سيند سره اوسيږى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




اول تواريخ 5:26
18 Iomraidhean Croise  

مالِک خُدائ بنى اِسرائيلو ته يو ځل بيا غصه شو او د داؤد په ذريعه يې په هغوئ مصيبت راوستلو. مالِک خُدائ هغۀ ته وفرمائيل، ”لاړ شه او د اِسرائيل او د يهوداه خلق وشمېره.“


د اسور بادشاه تغلت فلاسر په اِسرائيل حمله وکړه او مناحم هغۀ له څلور دېرش زره کلو سپين زر د دې دپاره ورکړل چې د مناحم په هغه مُلک کښې د حکومت په مضبوطولو کښې يې ملګرتيا وکړى.


د فقح د بادشاهۍ په دوران کښې د اسور بادشاه تغلت فلاسر د عيون، ابيل‌بيت‌معکه، ينوحاه، قادِس، حصور او جِلعاد ښارونه، او د ګليل او نفتالى علاقې قبضه کړې او خلق يې اسور ته قېديان بوتلل.


احاز د اسور بادشاه تغلت فلاسر له د دې پېغام سره سړى ولېږل، ”زۀ ستاسو وقف شوے خِدمت کوونکے يم. راشه او ما د شام او اِسرائيل د بادشاهانو د حملې نه بچ کړه.“


چې دا د هوسيع د بادشاهۍ نهم کال وو، د اسور بادشاه سامريه قبضه کړه، د اِسرائيل خلق يې اسور ته قېديان بوتلل او د هغوئ څۀ کسان په خلح ښار کښې، څۀ د جوزان په ضِلع کښې د خابور سيند سره نزدې او څۀ د ماديو ښارونو ته د اوسېدو دپاره ولېږل.


د اسور بادشاه د اِسرائيل خلق اسور ته قېديان بوتلل او د هغوئ څۀ کسان په خلع ښار کښې، څۀ د خابور سيند سره نزدې د جوزان په ضِلع کښې او څۀ د ماديو په ښارونو کښې يې آباد کړل.


زما پلار نيکۀ د جوزان، حاران او رصف ښارونه تباه کړل، د بيت‌عدن خلق يې ووژل چې کوم په تلسار کښې اوسېدل او د هغوئ يو خُدائ هم هغوئ بچ نۀ کړل.


هغوئ ډېر دشمنان ووژل، ځکه چې خُدائ پاک په دې جنګ کښې د هغوئ مل وو. او هغوئ تر جلاوطنۍ پورې د هاجريانو په علاقه کښې اوسېدل.


د ټولو بنى اِسرائيلو نسب‌نامه ليکلے شوې وه او دا معلومات د بنى اِسرائيلو د بادشاهانو د تاريخ په کِتاب کښې ليکلے شوى دى. د يهوداه خلق د خپلې نافرمانۍ په وجه بابل ته ويستلے شوى وُو.


د اسور بادشاه د احاز د مدد په ځائ د هغۀ مخالفت وکړو او هغه يې د تکليف سره مخ کړو.


نو پېغام وړُونکى د بادشاه او د هغۀ د آفسرانو په حُکم د دې دعوت سره ټول يهوداه او اِسرائيل ته لاړل، ”اے بنى اِسرائيلو، تاسو د اسور بادشاهانو نه بچ شوى يئ چې کله هغوئ مُلک قبضه کړے وو. نو اوس مالِک خُدائ ته راوګرځئ، کوم چې د اِبراهيم، اِسحاق او يعقوب خُدائ پاک دے او هغه به تاسو ته راوګرځى.


نو مالِک خُدائ د اسور فوجى مشران ولېږل چې په يهوداه باندې حمله وکړى. او هغوئ منسى ونيولو، کُنډې يې ورته واچولې او په زنځيرونو باندې يې وتړلو او بابل ته يې بوتلو.


بيا د يهوداه او د بنيامين قبيلو د ډلو مشران، اِمامان او ليويان او هغه نور ټول تيار شول چې خُدائ پاک د هغوئ زړونه راپاڅولى وُو او په يروشلم کښې د مالِک خُدائ د کور د بيا جوړولو دپاره لاړل.


زما پلار نيکۀ د جوزان، حاران او رصف ښارونه تباه کړل، او د بيت‌عدن خلق يې ووژل چې کوم په تلسار کښې اوسېدل، او يو قوم هم خپلو معبودانو بچ نۀ کړے شو.


اے مالِکه خُدايه، دا رښتيا دى چې د اسور بادشاهانو ډېر قومونه تباه کړى دى او د هغوئ زمکې يې شاړې کړې دى،


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan