24 دا کسان د خپلو ډلو مشران وُو: عِفر، يسعى، اِلىايل، عزرائيل، يرمياه، هُوداوياه او يحدِاېل. هغوئ ټول ښۀ تکړه فوجيان او د خپلو ډلو مشهور مشران وُو.
هغوئ د هغه ډلو خِلاف د داؤد ملګرتيا وکړه چې څوک ډاکوان وُو، ځکه چې هغوئ ټول تکړه جنګيالى وُو او د هغۀ د لښکر مشران وُو.
افائم د يسعى پلار وو، يسعى د سيسان پلار وو او سيسان د اخلى پلار وو.
د منسى نيمې قبيلې خلق د بسن په علاقه کښې د بعل حرمون، سنير او حرمون غر پورې اوسېدل او د هغوئ آبادى ډېره زياته شوه.
خو خلقو د خپل پلار نيکۀ خُدائ پاک سره خيانت وکړو او د هغه نورو قومونو د معبودانو د عبادت په وجه يې د هغۀ خِلاف بغاوت وکړو کوم قومونه چې خُدائ پاک په هغه وخت تباه کړى وُو چې بنى اِسرائيليان مخ په وړاندې تلل.
د عُزى يو زوئ اِزراخياه وو. اِزراخياه او د هغۀ څلور زامن، ميکائيل، عبدياه، يوايل او يسياه ټول د ډلو مشران وُو.