23 د منسى نيمې قبيلې خلق د بسن په علاقه کښې د بعل حرمون، سنير او حرمون غر پورې اوسېدل او د هغوئ آبادى ډېره زياته شوه.
دا کسان د خپلو ډلو مشران وُو: عِفر، يسعى، اِلىايل، عزرائيل، يرمياه، هُوداوياه او يحدِاېل. هغوئ ټول ښۀ تکړه فوجيان او د خپلو ډلو مشهور مشران وُو.
دا لکه د حرمون د پرخې په شان چې د صيون په غر باندې راوريږى، دا ځکه چې مالِک خُدائ هلته خپلو خلقو ته برکت ورکوى. تر دې چې ابدى ژوندون ورکوى.
زما ناوې، د لبنان نه ما سره راشه، د لبنان نه ما سره راشه. د امانه د غرۀ د څوکو نه راکوزه شه، د حرمون او د سنير د څوکو نه ما سره راکوزه شه، د زمرو د غارونو او د پړانګانو د غونډو نه راکوزه شه.
تۀ لکه د سمندر د هغه کشتۍ په شان وې چې د حرمون د غرۀ د نختر لرګى نه جوړه شوې وې او هغوئ د دِيار لرګى د لبنان نه راوړل چې ستا دپاره يوه ستن ترې جوړه کړى.
د يوسف قبيلې، د هغۀ دوه زامن منسى او اِفرائيم وُو.
يوسف د غوَيى په شان طاقت لرى، د ځنګلى غوَيى د ښکرو په شان دے. د هغۀ ښکرونه د منسى زرګونو خلق دى او د اِفرائيم لس زره په زرګونو خلق دى. د دې ښکرو سره هغه قومونه وهى او د دُنيا آخرى سرونو ته يې رسوى.“
په دې کښې د جِلعاديانو، د جسوريانو او د معکيانو علاقې، د حرمون ټول غر او تر سلکه پورې ټول بسن شامل وو.