22 هغوئ ډېر دشمنان ووژل، ځکه چې خُدائ پاک په دې جنګ کښې د هغوئ مل وو. او هغوئ تر جلاوطنۍ پورې د هاجريانو په علاقه کښې اوسېدل.
د ډاکوانو يوه ډله به په جاد حمله وکړى، خو هغه به راوګرځى او په هغوئ پسې به شى.
د فقح د بادشاهۍ په دوران کښې د اسور بادشاه تغلت فلاسر د عيون، ابيلبيتمعکه، ينوحاه، قادِس، حصور او جِلعاد ښارونه، او د ګليل او نفتالى علاقې قبضه کړې او خلق يې اسور ته قېديان بوتلل.
چې دا د هوسيع د بادشاهۍ نهم کال وو، د اسور بادشاه سامريه قبضه کړه، د اِسرائيل خلق يې اسور ته قېديان بوتلل او د هغوئ څۀ کسان په خلح ښار کښې، څۀ د جوزان په ضِلع کښې د خابور سيند سره نزدې او څۀ د ماديو ښارونو ته د اوسېدو دپاره ولېږل.
د يهوداه بادشاه حزقياه په وخت کښې د هغه ډلو مشران جرار ته لاړل او هلته يې حاميان او معونيان او د هغوئ خېمې تباه کړې او د هغوئ ټول خلق يې ووژل او تر نن ورځې پورې يې د نوم او نشان پته نۀ لګى. د هغوئ په ځايونو کښې په خپله آباد شول، ځکه چې هغوئ ته د رَمو دپاره د څرن د زمکې ضرورت وو.
د بنى اِسرائيلو نمرخاتۀ طرف ته قبيلو د دشمن نه پنځوس زره اوښان، دوه لاکه او پنځوس زره ګډې او دوه زره خرۀ ونيول او سل زره کسان يې جنګى قېديان کړل.
نو خُدائ پاک د اسور بادشاه پول ولېږلو چې د هغوئ په مُلک حمله وکړى (چې هغه په تغلت فلاسر باندې هم مشهور وو). هغۀ د روبين، جاد او د منسى نيمه قبيله وويستله او دې ته يې مجبور کړل چې تر نن پورې په خلح، خابور، هارا او د جوزان سيند سره اوسيږى.
دا نسل په نسل د اخيموت اولاد دے: القنه، ضوفى، نحت،
خُدائ پاک فلستيانو له او هغه عربو له چې په جوربعل کښې اوسېدل او معونيانو له په شکست ورکولو کښې د هغۀ مل وو.
د هغۀ سره انسانى طاقت دے، خو مونږ سره د مالِک خُدائ زمونږ خُدائ پاک شته چې زمونږ مدد وکړى او زمونږ جنګونه وکړى.“ د خلقو د خپل بادشاه په دې خبره باندې حوصله مضبوطه شوه.
نو بيا مونږ د دې خبرو په حق کښې څۀ وئيلے شُو؟ کۀ خُدائ پاک زمونږ په طرف دے نو بيا زمونږ مخالف څوک کېدے شى؟
ستاسو هر يو کس زر سړو له منډه ورکولے شى، ځکه چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک ستاسو دپاره جنګ کوى، هم هغه شان لکه څنګه چې هغۀ وعده کړې ده.