21 د بنى اِسرائيلو نمرخاتۀ طرف ته قبيلو د دشمن نه پنځوس زره اوښان، دوه لاکه او پنځوس زره ګډې او دوه زره خرۀ ونيول او سل زره کسان يې جنګى قېديان کړل.
د جنګ په وخت کښې هغوئ خُدائ پاک ته سوال وکړو، هغۀ د هغوئ فرياد واورېدو ځکه چې په هغۀ باندې يې ايمان لرلو. نو داسې هاجريانو او د هغوئ ټولو ملګرو شکست وخوړو.
هغوئ ډېر دشمنان ووژل، ځکه چې خُدائ پاک په دې جنګ کښې د هغوئ مل وو. او هغوئ تر جلاوطنۍ پورې د هاجريانو په علاقه کښې اوسېدل.
کله چې د يهوداه لښکر او د آسا لښکر حمله وکړه نو مالِک خُدائ د ايتهوپيا لښکر له شکست ورکړو. نو د ايتهوپيا خلق وتښتېدل،
هغوئ د شپانو په کېمپونو هم حمله وکړه او ډيرې زياتې ګډې او اوښان يې بوتلل. بيا هغوئ يروشلم ته راواپس شول.
د هغوئ خېمې او رمې به قبضه کړے شى، د هغوئ د سر سورے به ترې نه سره د سامانه او اوښانو واخستلے شى. او خلق به د هرې خوا نه چغې سورې وهى. او هر چرته به يره خوره شوې وى.
او ورسره د دارچينى، مصالحې، خوشبويۍ عطر، د مُر چيړ، لوبان، مے، تېل، خاص مېده، غنم، او څاروى، ګډې، آسونه، جنګى ګاډۍ، غلامان او جنګى قيديان.