20 د جنګ په وخت کښې هغوئ خُدائ پاک ته سوال وکړو، هغۀ د هغوئ فرياد واورېدو ځکه چې په هغۀ باندې يې ايمان لرلو. نو داسې هاجريانو او د هغوئ ټولو ملګرو شکست وخوړو.
اِسحاق مالِک خُدائ ته د خپلې ښځې دپاره سوال وکړو، ځکه چې هغه شنډه وه. مالِک خُدائ د هغۀ آواز واورېدو او رِبقه اُميدواره شوه.
د ډاکوانو يوه ډله به په جاد حمله وکړى، خو هغه به راوګرځى او په هغوئ پسې به شى.
نو چې کله هغوئ يهوسفط بادشاه وليدو، نو د هغوئ ټولو خيال دا وو چې ګنې هغه د اِسرائيلو بادشاه دے، نو هغوئ په هغۀ باندې د حملې کولو دپاره راوګرځېدل. خو چې کله هغۀ چغه کړه،
د بنى اِسرائيلو نمرخاتۀ طرف ته قبيلو د دشمن نه پنځوس زره اوښان، دوه لاکه او پنځوس زره ګډې او دوه زره خرۀ ونيول او سل زره کسان يې جنګى قېديان کړل.
هغوئ ډېر دشمنان ووژل، ځکه چې خُدائ پاک په دې جنګ کښې د هغوئ مل وو. او هغوئ تر جلاوطنۍ پورې د هاجريانو په علاقه کښې اوسېدل.
نو د يهوداه خلقو په اِسرائيلو باندې ځکه فتح وموندله، چې هغوئ په مالِک خُدائ د هغوئ د پلار نيکۀ په خُدائ پاک باندې ايمان لرلو.
نو کله چې هغوئ يهوسفط بادشاه وليدو، نو د هغوئ ټولو خيال دا وو چې ګنې هغه د اِسرائيل بادشاه وو او هغوئ په هغۀ باندې د حملې کولو دپاره ورغلل. خو يهوسفط يوه چغه ووهله او مالِک خُدائ، خُدائ پاک هغه بچ کړو او د هغۀ نه يې حمله بل خوا کړه.
تۀ زمونږ خُدائ پاک يې. تۀ هغوئ له سزا ورکړه، ځکه چې کوم لوئ لښکر په مونږ حمله کوى نو د هغوئ په وړاندې مونږ بېمددګاره يُو. مونږ ته پته نشته چې څۀ وکړُو، خو مونږ ستا د مدد په طمع يُو.“
خُدائ پاک فلستيانو له او هغه عربو له چې په جوربعل کښې اوسېدل او معونيانو له په شکست ورکولو کښې د هغۀ مل وو.
خُدائ پاک د منسى سوال واورېدو او قبول يې کړو او هغه يې ولېږلو چې يروشلم ته واپس لاړ شى او بيا حکومت وکړى. نو منسى ته پته ولګېده چې مالِک خُدائ په رښتيا خُدائ پاک دے.
نو مونږ روژه ونيوله او خُدائ پاک ته مو سوال وکړو چې زمونږ حِفاظت وکړى او هغۀ زمونږ سوال قبول کړو.
مالِک خُدائ نېکانو ته خلاصون ورکوى، او هغه په وخت د مصيبت کښې دوئ ته پناه ورکوى.
مالِک خُدائ د هغوئ مدد کوى، او د بدعملو نه خلاصون ورکوى، هغه دوئ بچ کوى ځکه چې دوئ د هغۀ نه پناه اخلى.
خُدائ پاک زمونږ پناه ګاه او قوت دے، په وخت د مصيبت کښې حاضر او تل مددګار دے.
څوک چې دې نوم پېژنى په تا توکل کوى، مالِکه خُدايه، څوک چې دې لټون کوى تا يواځې نۀ دى پرېښى.
تر کومې پورې چې موسىٰ لاسونه پورته نيولى وُو، اِسرائيليان په ګټه کښې وُو، خو چې کله هغۀ لاسونه لاندې کړل، نو عماليقيان په ګټه کښې شول.
څوک چې د انسان نه يريږى هغه به په دام کښې ګېر شى، خو چې څوک په مالِک خُدائ توکل کوى هغوئ به په امن و امان شى.
ځکه چې تا په ما باور وکړو، زۀ به ستا ژوند تا ته درکړم. زۀ به تا بچ کړم او محفوظ به دې وساتم. دا د مالِک خُدائ فرمان دے.“
بادشاه په دې بېحده خوشحاله شو او حکم يې وکړو چې دانيال د غار نه راوباسئ. او کله چې يې دانيال رابهر کړو، نو په هغۀ يو زخم هم نۀ وو، ځکه چې د هغۀ په خپل خُدائ پاک باور وو.
مالِک خُدائ ښۀ دے، د تکليف په وخت کښې هغه مضبوطه قلعه ده. او هغه د هغوئ حفاظت کوى څوک چې په هغۀ باور کوى.
نو بيا چې مونږ په مسيح اول ايمان راوړے وو نو د خُدائ پاک مقصد دا وو چې د هغۀ د ستائنې او جلال سبب شُو.
داسې ورځ نۀ د دې نه مخکښې تېره شوې ده او نۀ د دې نه پس راغلې ده، په هغه وخت کښې مالِک خُدائ د يو سړى خبرو ته توجو وکړه، ځکه چې مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو دپاره جنګ کولو.
يشوَع دا ټول بادشاهان او د هغوئ علاقه په يو وخت کښې فتح کړه ځکه چې مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک د بنى اِسرائيلو په جنګ کښې مدد کولو.
ستاسو هر يو کس زر سړو له منډه ورکولے شى، ځکه چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک ستاسو دپاره جنګ کوى، هم هغه شان لکه څنګه چې هغۀ وعده کړې ده.
خو ساؤل هغوئ ورولېږل چې داؤد راولى. هغۀ هغوئ له حُکم ورکړو چې، ”هغه په خپل کټ کښې دلته راوړئ، چې وې وژنم.“
بيا سموئيل يو کاڼے واخستلو او د مصفاه او شين په مينځ کښې يې ولګولو او وې فرمائيل، ”مالِک خُدائ زمونږ هر قِسم مدد کړے دے.“ او په دې باندې يې ”د مدد کاڼے“ نوم کېښودو.