Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




اول تواريخ 5:2 - Pakistani Yousafzai Pashto

2 خو د يهوداه قبيله تکړه شوه او ټولو قبيلو له يې يو بادشاه ورکړو، خو پېدائشى حق د يوسف سره وو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




اول تواريخ 5:2
25 Iomraidhean Croise  

يعقوب جواب ورکړو، ”زۀ به دا تا له په دې شرط درکړم کۀ تۀ ما له د خپلې مشرۍ حقُونه راکوې.“


دا د لِياه زامن دى، روبين د يعقوب مشر زوئ، شمعون، ليوى، يهوداه، يساکار او زبولون.


نو اوس يوسفه، چې ستا کوم دوه زامن زما د راتلو نه مخکښې په مِصر کښې پېدا شوى دى، دوئ هم زما بچى دى، اِفرائيم او منسى زما د خپلو بچو روبين او شمعون په شان دى.


ستا د خپل پلار برکتونه همېشه دپاره د زړو غرونو د برکت نه ښۀ دى، ښۀ څيزونه د نۀ ختمېدونکو غرونو نه. دا ټول برکتونه دې د يوسف په سر وى، د هغۀ په تندى، چې د خپلو وروڼو مشر دے.


داؤد په ټولو بنى اِسرائيلو باندې حکومت کولو او هغۀ دا خبره يقينى کړه چې د هغۀ د ټولو خلقو سره همېشه د عدل او اِنصاف سلوک کيږى.


مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک زما د پلار د مکمل خاندان نه زۀ خوښ کړے يم چې د تل دپاره په بنى اِسرائيلو حکومت وکړم. هغۀ د مشرۍ کولو دپاره د يهوداه قبيله خوښه کړه او د يهوداه نه يې زما د پلار خاندان خوښ کړو. دا د هغۀ خوښه وه چې د خپلو وروڼو نه يې زۀ خوښ کړم او په ټولو بنى اِسرائيلو يې بادشاه جوړ کړم.


جِلعاد زما دے او منسى هم زما دے، اِفرائيم زما ټوپۍ او يهوداه زما د بادشاهۍ کونټۍ ده.


جِلعاد او منسى دواړه زما دى. اِفرائيم زما ټوپۍ او يهوداه زما د بادشاهۍ کونټۍ ده.


خو تۀ، اے د بيت‌لحم اِفراته، اګر کۀ تۀ د يهوداه په قبيلو کښې وړه يې، خو تا نه به ما دپاره هغه راشى څوک چې به د اِسرائيل سردار وى، د هغۀ نسب زوړ دے، او د پخوانۍ زمانې نه راروان دے.


نمرخاتۀ طرف ته، چې څوک د يهوداه د لښکر د جنډې لاندې وى نو هغوئ به په خپلو ډلو کښې خېمې ودروى، د هغوئ د قبيلو د مشرانو نومونه دا دى. د يهوداه قبيلې مشر نحشون زوئ د عمى‌نداب، د قبيلې شمېر څلور اويا زره او شپږ سوه کسان دى، د يساکار قبيلې مشر نتنى‌ايل زوئ د ضُعر، د قبيلې شمېر څلور پنځوس زره او څلور سوه کسان دى، د زبولون قبيلې مشر اِلياب زوئ د حيلون، د قبيلې شمېر اووۀ پنځوس زره او څلور سوه کسان دى. دا ټول په شمېر کښې يو سل او شپږ اتيا زره او څلور سوه کسان دى. د يهوداه لښکر به مخکښې روان وى.


هغوئ به په دې ترتيب باندې خپلې نذرانې پېش کړى. په وړومبۍ ورځ د يهوداه قبيلې مشر نحشون زوئ د عمى‌نداب، په دوېمه ورځ د يساکار قبيلې مشر نتنى‌ايل زوئ د ضُعر، په درېمه ورځ د زبولون قبيلې مشر اِلياب زوئ د حيلون، په څلورمه ورځ د روبين قبيلې مشر اليصور زوئ د شدِيُور، په پينځمه ورځ د شمعون قبيلې مشر سلومى‌اېل زوئ د صورشدى، په شپږمه ورځ د جاد قبيلې مشر اِلياسف زوئ د دعو‌اېل، په اوومه ورځ د اِفرائيم قبيلې مشر اليسمع زوئ د عميهود، په اتمه ورځ د منسى قبيلې مشر ګملى‌اېل زوئ د فداهصور، په نهمه ورځ د بنيامين قبيلې مشر ابِدان زوئ د جدعونى، په لسمه ورځ د دان قبيلې مشر اخيعزر زوئ د عمى‌شدى، په يوولسمه ورځ د آشر قبيلې مشر فجعى‌اېل زوئ د عکران، په دولسمه ورځ د نفتالى قبيلې مشر اخيرع زوئ د عينان. هره يوه نذرانه چې راوړلے شوه مِقدار يې دا وو، يو د سپينو زرو جام يو نيم کلو او يو د سپينو زرو ښانک اتۀ سوه ګرامه، دا د منلے شوى معيار په مطابق وُو، دا دواړه د اوړو نه ډک وُو او تېل ورسره ګډ وُو، دا د غلې نذرانې دپاره وُو، يو د سرو زرو لوښے يو سل او لس ګرامه د خوشبويۍ نه ډک وُو، يو سخے، يو ګډ او د يو کال ګډُورے، دا د سوزېدونکې نذرانې دپاره وُو، يو د چېلۍ بچے د ګناه نذرانې دپاره وو، او دوه غوَيى، پينځۀ ګډان، پينځۀ چېلى او پينځۀ يو کلن ګډُورى د سلامتۍ نذرانې دپاره وُو.


”اے د يهوداه د زمکې بيت‌لحم ښاريې. تۀ د يهوداه په لويو ښارونو کښې هيڅکله هم ورکوټې نۀ يې، ځکه چې ستا نه به هغه سردار راوځى چې زما د خلقو بنى اِسرائيلو شپون به وى.“


ځکه چې خُدائ پاک هغوئ د مخکښې نه پېژندل او هغوئ يې د مخکښې نه مقرر کړى وُو، چې دوئ دې د هغۀ د زوئ په شان شى، ترڅو چې د هغۀ زوئ په دې ټولو وروڼو کښې اول زوئ وګرځى.


چې د کومې ښځې سره مينه نۀ کوى خو د هغې زوئ مشر دے نو هغۀ له به يو په دوه برخه ورکوى. مشر زوئ د خپل پلار د طاقت وړومبۍ نښه وى. هغه د مشرۍ حق لرى.


يوسف د غوَيى په شان طاقت لرى، د ځنګلى غوَيى د ښکرو په شان دے. د هغۀ ښکرونه د منسى زرګونو خلق دى او د اِفرائيم لس زره په زرګونو خلق دى. د دې ښکرو سره هغه قومونه وهى او د دُنيا آخرى سرونو ته يې رسوى.“


ځکه چې دا ښکاره خبره ده چې زمونږ مالِک د يهوداه د قبيلې نه پېدا شو او د دې قبيلې په حقله موسىٰ د اِمامت هيڅ ذکر نۀ دے کړے.


يوه ورځ د يهوداه د قبيلې څۀ خلق په جِلجال کښې يشوَع له راغلل. د هغوئ نه يو کس د يفُنه قنزى زوئ کالب هغۀ ته وفرمائيل، ”تا ته پته ده چې مالِک خُدائ په قادِس برنيع کښې د خُدائ پاک بنده موسىٰ ته زما او ستا په حقله څۀ فرمائيلى وُو.


بيا په مشرانو کښې يو راته ووئيل چې، ”ژاړه مه ځکه چې د يهوداه د قبيلې ازمرے چې د داؤد د نسل نه دے، هغه کاميابى حاصله کړې ده نو طومار به پرانيزى او اووۀ مهرونه به يې مات کړى.“


مالِک خُدائ ورته وفرمائيل، ”د يهوداه قبيله دې وړومبے لاړه شى. زۀ هغه مُلک د هغوئ په حواله کوم.“


بيا مالِک خُدائ سموئيل ته وفرمائيل، ”تۀ به تر کومې پورې په ساؤل پسې خفګان کوې؟ هغه ما په بنى اِسرائيلو باندې د بادشاهۍ دپاره نامنظوره کړے دے. نو د زيتُونو لږ تېل واخله او بيت‌لحم ته لاړ شه هغه سړى له چې نوم يې يَسى دے، ځکه چې ما د هغۀ د زامنو نه يو کس خوښ کړے دے چې بادشاه شى.“


داسې يَسى اووۀ زامن سموئيل له راوستل. او سموئيل هغۀ ته وفرمائيل، ”نه، مالِک خُدائ دا يو هم نۀ دے خوښ کړے.“


نو يَسى هغه راوغوښتو. هغه يو ښائسته او سور سپين زلمے وو او ښائسته سترګې يې لرلې. مالِک خُدائ سموئيل ته وفرمائيل، ”هم دغه يو دے، سر يې په تېلو غوړ کړه.“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan