17 دا نسبنامه د يهوداه بادشاه يوتام او د اِسرائيل بادشاه يربعام په وخت کښې ليکلے شوې وه.
يهوآس مړ شو او په سامريه کښې په شاهى اديره کښې ښخ شو او د هغۀ زوئ يربعام د هغۀ نه پس بادشاه جوړ شو.
د يهوداه بادشاه د يوآس زوئ امصياه د بادشاهۍ په پينځلسم کال د يهوآس زوئ يربعام د اِسرائيل بادشاه شو او په سامريه باندې يې يو څلوېښت کاله بادشاهى وکړه.
نور هر څۀ چې دوېم يربعام کړى وُو، د هغۀ د بهادرۍ جنګونه او چې هغۀ دمشق او حمات څنګه اِسرائيل له واپس ورکړے وو، دا هر څۀ د اِسرائيل د بادشاهانو په تاريخ کښې ليکلے شوى دى.
د اِسرائيل بادشاه د رملياه زوئ فقح د بادشاهۍ په دوېم کال، د عُزياه زوئ يوتام د يهوداه بادشاه جوړ شو
مالِک خُدائ په عُزياه باندې د جذام بيمارى راوستله، چې د هغه وخت نه دا بيمارى ټول عُمر ورسره وه. هغه په يو جدا کور کښې اوسېدو او د هغۀ زوئ يوتام د محل مشر شو او په هغه مُلک يې حکومت کولو.
د روبين په قبيله کښې د دې د قبيلو د مشرانو نسبنامه: يعىايل، زکرياه،
يوتام د پينځويشتو کالو په عُمر کښې بادشاه شو او هغۀ شپاړس کاله په يروشلم بادشاهى وکړه. د هغۀ مور يروسا د صدوق لور وه.