16 هغوئ د بسن او جِلعاد په علاقه کښې، هلته په ښارونو او د شارون د څرن په ټولو مُلکونو کښې اوسېدل.
اخى چې د عبدىايل زوئ او د جونى نمسے وو هغه د دې ډلو مشر وو.
زۀ لکه د شارون د ګلاب په شان يمه، او په پټو کښې د لاله د ګل په شان يمه.
صحرا به سندرې وائى او د خوشحالۍ چغې به وهى، دا صحرا به د لبنان د غرونو په شان شنه وى او د کرمل غر په شان او شوکت والا او د شارون پټو په شان به زرخېزه وى. نو هر يو کس به د مالِک خُدائ شان او شوکت ووينى، او زمونږ د خُدائ پاک لوئى او عظمت به ووينى.
د شارون په مېدان کښې به ګډې چېلۍ څرى او د مصيبت په وادۍ کښې به څاروى آرام کوى. دا به زما د هغه خلقو دپاره وى چې څوک زما لټون کوى.
هغه خلق چې په لده او شارون کښې اوسېدل هغوئ هغه وليدو او په مالِک يې ايمان راوړو.
موسىٰ د هغه مُلک يوه حِصه د جاد قبيلې کورَنو له هم ورکړې وه چې د هغوئ خپل ميراث شى.
دا هغه ښارونه او کلى وُو کوم چې د جاد قبيلې کورَنو له ورکړے شوى وُو چې د هغوئ خپل ميراث شى.