او هغۀ ښځې ته وفرمائيل، ”زۀ به ستا د اُميدوارۍ تکليف او د ماشوم د زېږېدو درد زيات کړم. خو د دې باوجود، ستا شوق به خپل خاوند ته وى او هغه به په تا اختيار لرى.“
خو يعبيض د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک ته سوال وکړو، ”خُدايه پاکه، تۀ به ما له برکت راکوې او زما مُلک به لويَوې. زما مل شه او د هر هغه خراب عمل نه مې وساته چې ما له تکليف راکوى.“ او چې هغۀ د څۀ سوال کړے وو نو خُدائ پاک هغه هر څۀ ورکړل.
زما په نظر کښې تاسو قيمتى او عزتمند يئ، او تاسو په ما ګران يئ. نو په دې وجه به زۀ ستاسو په ځائ خلق ورکړم او ستاسو د ژوند په بدله کښې به زۀ قومونه ورکړم.
دا يهوديان د تِسالونيکيه د يهوديانو په نسبت آزاد خياله وو، ځکه چې هغوئ کلام ډېر په اخلاص قبول کړے وو او هره ورځ به يې د صحيفو په لوستلو غور کولو ترڅو په دې پوهه شى چې د هغوئ تعليم صحيح دے او کۀ نه.