43 هلته هغوئ هغه پاتې شوى عماليقيان ووژل کوم چې تښتېدلى وُو او هغوئ تر ننه پورې هلته اوسېدل.
د ادوم، موآب، عمون، فلستيه او عماليق قومونو نه، هم داسې د هغه مالِ غنيمت حِصه هم چې هغۀ د هددعزر نه اخستے وو.
کۀ څوک د زيات مقدس ځائ په مخکښې ولاړ وو نو هغوئ دا بازوګان ليدلے شول ځکه چې دا اوږدۀ وو، خو د بل يو ځائ نه هم نۀ ښکارېدل. هغه بازوګان تر ننه پورې هلته دى.
نو په دې وجه ما خپل سخت قهر د يهوداه په ښارونو او د يروشلم په کوڅو لکه د اور په شان نازل کړو، او هغه يې تر نن ورځ پورې تباه او په خرابه بدل کړل.
تر نن ورځې پورې هغه زمکه د خُون په پټى ياديږى.
نو هغوئ پېسې واخستلې او څۀ چې ورته وئيلے شوى وُو هم هغه شان يې وکړل. دغه قيصه تر نن ورځې په يهوديانو کښې خوره ده.
نو هغۀ هغه د بيتفعور ښار ته مخامخ د موآب په مُلک کښې په يو مېدان کښې ښخ کړو، خو تر ننه پورې د هغۀ د ښخېدو صحيح ځائ پته هيچا ته نشته.
وروستو دا سړے د حِتيانو مُلک ته لاړو، هلته يې يو ښار جوړ کړو او په دې باندې يې لوز نوم کېښودو، تر اوسه پورې يې هم دغه نوم دے.
نو داؤد يې ورله بوتلو. هغه فوجيان په هر ځائ کښې خوارۀ وارۀ وُو، خوراک څښاک يې کولو او د بېشمېره مالِ غنيمت خوشحالى يې کوله، چې هغوئ د فلستيانو او يهوداه په مُلک کښې نيولے وو.
په ورپسې ورځ سحر وختى داؤد په هغوئ حمله وکړه او تر ماښامه پورې يې ورسره جنګ وکړو. د څلورو سوو زلمو نه بغېر چې هغوئ په اوښانو سوارۀ او لرې وُو، بل يو کس هم ونۀ تښتېدو.