42 د شمعون قبيلې نور پينځۀ سوه کسان نمرخاتۀ طرف ادوم ته لاړل. د هغوئ مشرى د يسعى زامنو کوله: فلطياه، نعرياه، رفاياه او عُزىاېل.
افائم د يسعى پلار وو، يسعى د سيسان پلار وو او سيسان د اخلى پلار وو.
د حننياه دوه زامن فلطياه او يشعياه وُو. د يشعياه زوئ رفاياه وو، د رفاياه زوئ ارنان وو، د ارنان زوئ عبدياه وو او د عبدياه زوئ سکانياه وو.
بيا مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل، ”دا فتح د ياد ساتلو دپاره د ځان سره وليکه. يشوَع ته دا واوروه چې زۀ به عماليقيان مکمل تباه کړم.“
د غرونو مُلک ادوم په لاره د سينا غرۀ نه واخله تر قادِس برنيع پورې د يوولسو ورځو مزل دے.