Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




اول تواريخ 4:41 - Pakistani Yousafzai Pashto

41 د يهوداه بادشاه حزقياه په وخت کښې د هغه ډلو مشران جرار ته لاړل او هلته يې حاميان او معونيان او د هغوئ خېمې تباه کړې او د هغوئ ټول خلق يې ووژل او تر نن ورځې پورې يې د نوم او نشان پته نۀ لګى. د هغوئ په ځايونو کښې په خپله آباد شول، ځکه چې هغوئ ته د رَمو دپاره د څرن د زمکې ضرورت وو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




اول تواريخ 4:41
13 Iomraidhean Croise  

احاز، حزقياه، منسى،


او په ګېرچاپېره کلو کښې، د بعلات ښار پورې. دا هغه حِساب کِتاب دے چې هغوئ د خپلو کورَنو او د هغه ځايونو په حقله ساتلو چې چرته هغوئ اوسېدل.


هغوئ ډېر دشمنان ووژل، ځکه چې خُدائ پاک په دې جنګ کښې د هغوئ مل وو. او هغوئ تر جلاوطنۍ پورې د هاجريانو په علاقه کښې اوسېدل.


هغوئ د شپانو په کېمپونو هم حمله وکړه او ډيرې زياتې ګډې او اوښان يې بوتلل. بيا هغوئ يروشلم ته راواپس شول.


څۀ موده وروستو د موآب او عمون فوجيان او معونيان راغلل چې د يهوسفط سره جنګ وکړى.


خُدائ پاک فلستيانو له او هغه عربو له چې په جوربعل کښې اوسېدل او معونيانو له په شکست ورکولو کښې د هغۀ مل وو.


نو بيا هغې منصوبې ته غوږ شه کومه چې مالِک خُدائ د ادوم په خلاف جوړه کړې ده، او څۀ چې هغه د تيمان د خلقو سره کول غواړى. د هغوئ د رمې نه به واړۀ ګډورى راکاږى او هغه به په پوره توګه د هغوئ د څرن ځائ د دوئ په وجه وران کړى.


هغۀ د دُنيا ټول قومونه چې د دُنيا په مخ اوسيږى د يو انسان نه پېدا کړى دى. هغۀ د هغوئ ميعادونه او د اوسېدو حدونه مقرر کړل.


صيدانيانو، عماليقيانو او ماعونيانو په تېره زمانه کښې تاسو سره ظلم زياتے کولو او تاسو ما ته فرياد وکړو. ما تاسو د هغوئ نه بچ نۀ کړئ څۀ؟


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan