22 يوقيم او هغه خلق چې د کوزيبا په ښار کښې اوسېدل، او يوآس او شراف، چا چې موآبيانې ښځې وادۀ کړې او په بيتلحم کښې اوسېدل. دا د ډېر پخوانى وخت حِساب کِتاب دے.
سيله د يهوداه د زامنو نه يو زوئ وو. د هغۀ په اولاد کښې عير شامل وو، چا چې د لکه ښار جوړ کړے وو، لعده چا چې د مريسه ښار جوړ کړے وو، د لټې کپړې جوړونکى قبيله چې د بيتاشبيع په ښار کښې اوسېده،
هغوئ د بادشاه د خِدمت کُلالان وُو او د نتائيم او د جديره په ښارونو کښې اوسېدل.