2 سوبل د رياياه پلار وو، چې دا د يحت پلار وو، چې هغه د اخومى او د لاهد پلار وو، کوم چې د هغه خلقو پلار نيکۀ وو چې په صُرعه کښې اوسېدل.
دا د يهوداه څۀ اولاد دے: فارص، حصرون، کرمى، حُور او سوبل.
حُور د کالب د ښځې اِفرات مشر زوئ وو او د هغۀ اولاد د بيتلحم ښار جوړ کړے وو. د حُور درې زامن ايتام، فنواېل او ايصر وُو. د ايتام درې زامن وُو: يزرعيل، اِسمع او ادباس او يوه يې لور حضل الفونى وه. فنواېل د جدور ښار جوړ کړے وو او ايصر د حوسه ښار جوړ کړے وو.
د غرونو په لمنو کښې دا ښارونه وُو، اِستال، صُرعا، اسنا،
او د مالِک خُدائ روح هغه په هغه وخت کښې تکړه کړو چې کله هغه د صُرعا او اِستال په مينځ کښې د دان په کېمپ کښې وو.