11 د سوخه د ورور کالب يو زوئ محير وو. محير د استون پلار وو،
خو يعبيض د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک ته سوال وکړو، ”خُدايه پاکه، تۀ به ما له برکت راکوې او زما مُلک به لويَوې. زما مل شه او د هر هغه خراب عمل نه مې وساته چې ما له تکليف راکوى.“ او چې هغۀ د څۀ سوال کړے وو نو خُدائ پاک هغه هر څۀ ورکړل.
چې د هغۀ درې زامن وُو: بيترفا، فاسح او تخِنه. تخِنه د ناحس ښار جوړ کړے وو. د دې سړو اولاد په ريکه کښې اوسېدو.