19 د فداياه دوه زامن وُو، زرُبابل او سِمعى. زرُبابل د دوو زامنو پلار وو، مسلام او حننياه. او د هغۀ يوه لور سلوميت وه.
مُلکِرام، فداياه، شيناضر، يقمياه، هوسمع او ندبياه.
د هغۀ پينځۀ نور زامن وُو: حسوبه، اُهل، برکياه، حسدياه او يوسبحسد.
د هغوئ مشران زرُبابل، يشوَع، نحمياه، شراياه، رعلاياه، مردکى، بِلشان، مِسفار، بِګوئ، رحُوم او بعنه وُو. دا د بنى اِسرائيلو د ډلو تفصيل دے، دا تفصيل د هغه هرې قبيلې د شمېر سره دے کوم چې د جلاوطنۍ نه راواپس شوى وُو:
او د يوصدق زوئ يشوَع، د هغۀ ملګرو اِمامانو او د شلتىاېل زوئ زرُبابل سره د خپلو رشتهدارانو، د بنى اِسرائيلو د خُدائ پاک قربانګاه بيا جوړه کړه، نو چې هغوئ په دې باندې د هغه اصُولو په مطابق قربانۍ وسوزوى کوم چې د موسىٰ په شريعت کښې ليکلے شوى وُو، موسىٰ د خُدائ پاک خِدمتګار وو.
د داريوس بادشاه د بادشاهۍ په دوېم کال د شپږمې مياشتې په اوله ورځ، د مالِک خُدائ کلام د حجى پېغمبر په وسيله زرُبابل د شلتىاېل په زوئ نازل شو چې د يهوداه حکمران وو، او يشوَع ته چې د مشر اِمام يهوصدق زوئ وو.
”زرُبابل د شلتىاېل زوئ ته چې د يهوداه حکمران دے، يشوَع ته چې د مشر اِمام يهوصدق زوئ دے، او د مالِک خُدائ پاتې شوى خلقو ته ووايه. هغوئ نه تپوس وکړئ،
خو اوس تکړه شه، اے زرُبابله، مالِک خُدائ فرمائى چې، تکړه شه، اے يشوَع د مشر اِمام يهوصدق زويه، تکړه شه، اے د دې مُلک ټولو خلقو، مالِک خُدائ فرمائى، کار کوئ. ځکه چې زۀ ستاسو مل يم، مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى،
د جلاوطنۍ او بابل ته د دوئ د بوتللو نه پس د يکونياه نه شلتىاېل پېدا شو او شلتىاېل د زرُبابل پلار وو،