اول تواريخ 3:17 - Pakistani Yousafzai Pashto17 دا د يهوياکين بادشاه اولاد دے، يهوياکين بابليانو قېدى بوتلے وو. د يهوياکين اووۀ زامن وُو: شلتىاېل، Faic an caibideil |
د هغې نه پس چې هغوئ په يروشلم کښې د مالِک خُدائ د کور ځائ ته واپس راغلى وُو نو د هغه کال په دوېمه مياشت يې کار شروع کړو. زرُبابل، يشوَع او د هغۀ نور وطنداران، اِمامان او ليويان او هغه ټول خلق په کار کښې شامل شول کوم چې د جلاوطنۍ نه يروشلم ته واپس راغلى وُو. هغه ټول ليويان چې د هغوئ عُمر شل کاله يا د دې نه زيات وو هغوئ د مالِک خُدائ د کور د بيا جوړېدو مشران مقرر شول.