10 دا د سليمان اولاد دے: سليمان، رحُبعام، ابياه، آسا، يهوسفط،
هغه مړ شو او د داؤد په ښار کښې ښخ شو او د هغۀ زوئ رحُبعام د هغۀ نه پس بادشاه شو.
رحُبعام مړ شو او د داؤد د ښار په شاهى اديره کښې ښخ شو. د هغۀ مور نعمه وه. او د رحُبعام زوئ ابياه د هغۀ نه پس بادشاه جوړ شو.
آسا مړ شو او د داؤد د ښار په شاهى اديره کښې ښخ شو او د هغۀ زوئ يهوسفط د هغۀ نه پس بادشاه جوړ شو.
کوم جنګ چې د رحُبعام او يربعام په مينځ کښې شروع شوے وو نو هغه د ابياه په ټول ژوند کښې جارى وو.
ابياه مړ شو او د داؤد په ښار کښې ښخ شو او د هغۀ زوئ آسا د هغۀ نه پس بادشاه جوړ شو.
يهورام، اخزياه، يوآس،
د دې ټولو زامنو نه علاوه د داؤد د وينځو زامن هم وُو. د هغۀ يوه لور تامار هم وه.
د اِسرائيل د بادشاه يربعام د بادشاهۍ په اتلسم کال، ابياه د يهوداه بادشاه شو،
ابياه بادشاه مړ شو او د داؤد د ښار په شاهى اديره کښې ښخ شو. د هغۀ زوئ آسا د هغۀ نه پس بادشاه جوړ شو، هغه وطن لس کاله د آسا د بادشاهۍ لاندې په امن کښې وو.
يهوسفط د خپل پلار آسا نه پس بادشاه جوړ شو او د اِسرائيل خِلاف يې خپل ځان مضبوط کړُو.