8 د چا سره چې قيمتى کاڼى وُو نو هغه يې د مالِک خُدائ د کور د خزانې دپاره ورکړل، چې د هغې اِنتظام د جيرسون قبيلې د ليوى قبيلې يحىايل کولو.
د لعدان درې زامن وُو، مشر يحىايل، ورپسې زيتان او يوايل،
بادشاه د خُدائ پاک کور د قيمتى کاڼو او د پروائم د مُلک د سرو زرو سره ښائسته کړو.
او چې د چا زړۀ هم غوښتل نو هغوئ مالِک خُدائ ته يوه نذرانه راوړه چې د مالِک خُدائ د حضور خېمه جوړه شى. هغوئ هغه هر څيز راوړو د کوم چې په عبادت کښې او د اِمامانو دپاره مقدس لِباس جوړولو کښې ضرورت وو.