اول تواريخ 29:6 - Pakistani Yousafzai Pashto6-7 بيا د ډلو مشرانو، د قبيلو آفسرانو، د فوج مشرانو، د شاهى جائيداد اِنتظام کوونکو د مالِک خُدائ د کور د کار دپاره دا څيزونه ورکړل: د يو سل او اويا ټنو نه زيات سرۀ زر، د درېو سوو او دېرشو ټنو نه زيات سپين زر او تقريباً شپږ سوه او شل ټنه زېړ او د درېو زرو او څلورو سوو ټنو نه زياته اوسپنه. Faic an caibideil |
دا د هغه کسانو تفصيل دے چا چې د شاهى جائيداد اِنتظام کولو: د عدىايل زوئ عزماوت د شاهى ګودامونو مشر وو. د عُزياه زوئ يونتن د هغه وړو ګودامونو مشر وو کوم چې په کلو، وړو ښارونو او قلعو کښې وُو. د کلوب زوئ عزرى د پټو د زميدارانو مشر وو. د راما سِمعى د انګورو د باغونو مشر وو. د شفمى زبدى د ميو د جوړولو مشر وو. د جدر نه بعل حنان د نمرپرېواتۀ د غرونو په لمن کښې د زيتُونو او د چِنار د ونو مشر وو. يوآس د زيتُونو تېلو ذخيره کولو مشر وو. د شارون سِطرى د شارون په مېدان کښې د څاروو ذمه وار وو. د عدلى زوئ سافط په وادۍ کښې د څاروو ذمه وار وو. يو اِسمٰعيلى اوبِل د اوښانو ذمه وار وو. د مرونوت يهدياه د خرونو ذمه وار وو. يو هاجرى يازيز د ګډو او چېلو ذمه وار وو.