اول تواريخ 29:30 - Pakistani Yousafzai Pashto30 د تاريخ دا کتابونه وائى چې هغۀ څنګه حکومت وکړو او هغه څومره طاقتور وو او هغه هر څۀ چې په هغۀ، بنى اِسرائيلو او ګېرچاپېره بادشاهتونو شوى وُو. Faic an caibideil |
اے بادشاه سلامت، تا يوه مقدسه فرښته وليدله، چې د آسمان نه لاندې راکوزېدله او فرمائيل يې چې، دا ونه ووهئ او تباه يې کړئ، خو د هغې تنه او جرړې په زمکه کښې پرېږدئ او د اوسپنې او زېړو په زنځير يې وتړئ او په واښو کښې يې پرېږدئ. او پرېږده چې په پرخه کښې لوند شى، او چې د اوو کالونو پورې د ځنګلى ځناورو په مينځ کښې پاتې شى.