3 د دې هر څۀ نه علاوه، چې ما د مخکښې نه تيار کړى دى د خُدائ پاک د کور سره زما د مينې په وجه ما خپل سپين زر او سرۀ زر هم ورکړى دى.
يوآس اِمامان راوغوښتل او دا حُکم يې ورکړو چې هغه پېسې بچت کوئ چې د مالِک خُدائ په کور کښې د مقدسو نذرانو، د هرې ورځې قربانۍ او د رضاکارانه نذرانو دپاره ورکولے شى.
خو بادشاه جواب ورکړو، ”نه، زۀ به تا له پوره قيمت درکوم. زۀ به مالِک خُدائ ته داسې يوه نذرانه نۀ پېش کوم چې هغه ما ته مفت مِلاو شوې وى يا هغه ستا وى.“
ما د خپل خُدائ پاک د کور د سرو زرو، سپينو زرو، پيتلو، اوسپنې، لرګى، د اونيکس کاڼو او جواهراتو، د ښائسته کاڼو ټوکړو او د سنګِ مرمر د مِقدار تيارولو هر کوشش کړے دے.
د مالِک خُدائ د کور په دېوالونو باندې د سرو زرو او سپينو زرو پترو خېژولو دپاره ما د اوفير د سلو ټنو نه زيات سرۀ زر او تقريباً دوه سوه او څلوېښت ټنه سوچه سپين زر هم ورکړى دى
زۀ مينه کوم مالِکه خُدايه ستا مقدس کور سره، چرته چې ستا جلالى حضور اوسيږى هغه ځائ سره.
د مالِک خُدائ نه هغه څۀ چې زۀ يې لټوم، زۀ دا يو سوال کوم، چې په کور د مالِک خُدائ کښې ټول عمر اوسېږم، او چې هغه په خپل کور کښې ولټوم چې د هغۀ د حُسن ديدن وکړم.
ستا د اوسېدو ځائ څومره ښکلے دے، اے مالِکه ربُ الافواجه خُدايه،
ستا په دربار کښې يوه ورځ بهتره ده په تېرېدو د بل ځائ د زرو ورځو نه. زۀ د خُدائ پاک په کور کښې دربان ښۀ يم نه چې د شريرانو په خېمو کښې اوسېږم.
”بنى اِسرائيلو ته ووايه چې ما ته يوه نذرانه پېش کړى. چې څوک د زړۀ نه ما ته څۀ نذرانه پېش کول غواړى تۀ يې ترې نه اخله.
ځکه چې هغه زمونږ د قوم خوږمن دے او هغۀ زمونږ دپاره عبادتخانه هم جوړه کړې ده.“