25 مالِک خُدائ سليمان د ټول قوم په نظر کښې عزتمند کړو او د هغه نورو ټولو بادشاهانو نه يې زيات شان او شوکت ورکړو چې کوم به په بنى اِسرائيلو بادشاهى کړې وه.
نو په دې وجه به زۀ هغه څۀ وکړم چې تا غوښتى دى. زۀ به تا له دومره ډېر حِکمت او پوهه درکړم چې نۀ به چا ته مخکښې مِلاو شوې وى او نۀ به تا نه وروستو چا ته مِلاو شى.
زۀ به تا له هغه څۀ هم درکړم چې تا نۀ دى غوښتى، ترڅو پورې چې تۀ ژوندے يې نو تۀ به دولتمند او عزتمند يې، نو داسې تۀ به د ټولو بادشاهانو نه لوئ بادشاه يې.
نو ځکه زۀ به تا له حِکمت او پوهه درکړم. او د دې نه علاوه، زۀ به تا له دومره دولت، خزانې او عزت درکړم چې نۀ به د دې نه مخکښې يو بادشاه ته مِلاو شوى وى او نۀ به وروستو چا ته کله هم مِلاو شى.“
مالِک خُدائ يشوَع ته وفرمائيل، ”نن نه به زۀ د بنى اِسرائيلو په نظر کښې تا عزتمند کړم نو داسې به دوئ پوهه شى چې زۀ ستا هغه شان مل يم لکه څنګه چې د موسىٰ مل وم.